کورپاڼه / تجارتي ليګونه / کابل بازانو د سپين غر زمريان مات کړل او تر ټولو مخکښه لوبډله شوه
رحمان الله ګربز

کابل بازانو د سپين غر زمريان مات کړل او تر ټولو مخکښه لوبډله شوه

د شپږيزې کرکټ ليګ په ١٤مه لوبه کې د کابل بازانو د سپين غر زمريان مات کړل، چې په دې سره د کابل بازان تر ټولو مخکښه لوبډله او سپين غر زمريان د مخکې تګ څخه پاتې شوه.

د ١٤٣ منډو هدف لپاره د کابل بازانو له لوري وسيم ځاځي او رحمان الله ګربز توپوهنې ته راووتل چې دواړو په زړه پورې د ٦٧ منډو ملګرتيا وکړه، چې له هغه وروسته رحمان الله ګربز په ٤٠ او وسيم ځاځى په ٢٧ منډو وسوځېدل.

له هغه وروسته نور علي ځدراڼ ٢٩، صديق الله اتل ١٨، سميع الله شينواري ١٨ ناسوځېدلې او عظمت الله عمرزي ٣ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې په ١٧.٥ اورونو کې يې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ياد هدف پوره کړ او په ٦ ويکټو يې بريا خپله کړه.

د سپين غر زمريانو له لوري زبېد اکبري ٢، قېس احمد او ناصر خان ١-١ ويکټ واخيستې.

د غوره لوبغاړي جايزه عظمت الله عمرزي ترلاسه کړه او رحمان الله ګربز د ډېرو شپږيزو جايزه او همدا راز د سټايلش لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړه.

د کابل بازانو بيا په ٥ لوبو کې په ٤ لوبو کې بريا خپله کړه، چې له دې سره يې په ليګ کې تر ټولو زياتې لوبې وګټلې او د ٨ نومرو سره تر ټولو مخکښه لوبډله هم شوه او د سپين غر زمريانو لوبډلې سفر پاى ته ورسېد.

د سپين غر زمريانو لوبډلې د پاڼۍ راپور:

د شپږيزې کرکټ ليګ په ١٤مه لوبه کې د کابل بازانو لوبډلمشر رحمان الله ګربز پچه وګټله او لومړى يې د سپين غر زمريانو لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

تميم سرخرودي چې په يوه لوبه کې ټپي شوى و، له رغېدو وروسته بېرته لوبډلې ته راستون او يو ځل بيا يې د پيل توپوهنه پيل کړه. همدا راز د دهغه سره ناصر خان ملګرتيا ته راغى.

تميم سرخرودي ٢٥ منډې وکړې، خو ناصر خان بيا يوازې په ٧ منډو وسوځېده، همدا راز وحيد الله شفق ١٦ او زبېد اکبري بيا يوازې ١ منډه ترلاسه کړه.

بهير شاه بيا تر ټولو زياتې ٣٧ منډې ترلاسه کړې او لوبډلمشر کريم صادق په ١٤ منډو وسوځېده. پروېز ملکزي هم هڅه وکړه او ٢٤ منډې يې ترلاسه کړې او قېس احمد ١٤ منډې کړې وې چې د منډې پر مهال وسوځېده.

د سپين غر زمريانو په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٢ منډې وکړې او د ١٤٣ منډو هدف يې د کابل بازانو لوبډلې ته وټاکه.

د کابل بازانو له لوري عظمت الله عمرزي ښه توپ اچونه ترسره او ٣ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز ننګيالي خروټي او ضيا الرحمان اکبر ٢-٢ ويکټې واخيستې.

په نننۍ لوبه کې د رحمان الله ګربز خسر او د کابل بازانو لوبډلې مالک عبداللطيف ايوبي هم ګډون کړى و، چې په ١ اور کې يې ١٦ منډې ورکړې.

د کابل بازانو لوبډله به تر لنډې دمې وروسته د ياد هدف پوره کولو لپاره توپوهنه پيل کړي.

که څه هم نننۍ لوبه د کابل بازانو لپاره هم ګټل مهم دي، خو د سپين غر زمريانو لپاره د نننۍ لوبې ګټل ډېر زيات مهم دي، ځکه که يې نننۍ لوبه وبايلله، نو له مخکې تګ څخه به پاتې شي.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان اللله ګربز

د کرکټ نړيوالې شورا په پښتو کې پوسټ کړى

د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل …