کورپاڼه / تجارتي ليګونه / جنتيانو د بوست ساتونکو ته ستره بريا ور په برخه کړه
کريم جنت

جنتيانو د بوست ساتونکو ته ستره بريا ور په برخه کړه

د بوست ساتونکو له لوري کريم جنت او عمران جنت په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او بوست ساتونکو ته يې د ١٠ ويکټو په ستر توپير بريا ورپه برخه کړه.

د امو نهنګانو د ١٢٣ منډو هدف په تعقيب د بوست ساتونکو له لوري عمران جنت او کريم جنت توپوهنې ته راووتل، چې د لوبې تر بريا پورې توپوهنې ته ولاړ و.

ياد هدف امو نهنګانو د کوم لوبغاړي سوځېدو پرته په ١١.٣ اورونو کې پوره کړ او د ١٠ ويکټو په ستر توپير يې بريا خپله کړه.

کريم جنت د ٤ شپږيزو او ٦ څلوريزو په مټ په ٣٨ توپونو ٦٤ ناسوځېدلې منډې وکړې، همدا راز عمران جنت د ٣ شپږيزو او ٦ څلوريزو په مټ په ٣١ توپونو ٥٧ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه کريم جنت ترلاسه کړه، د لوبې د سټايلش لوبغاړي جايزه عمران جنت ته ورکړل شوه او په لوبه کې د زياتو شپږيزو وهلو جايزه بيا دروېش رسولي ترلاسه کړه.

د امو نهنګانو لوبډلې خپلې پنځه واړه لوبې وبايللې او تر ټولو وروستۍ لوبډله پاتې شوه. د امو نهنګانو او د سپين غر زمريانو لوبډلې تر سياليو بهر شوې او د کابل بازان، د مس عينک اتلان، د بند امير ښاماران او د بوست ساتونکي بل پړاو ته لاړل.

سبا به په لومړۍ کواليفاير لوبه کې د کابل بازانو او مس عينک اتلانو لوبډلې سره مخامخ شي، کومه لوبډله چې بريالۍ شي، هغه به پايلوبې ته لاړه شي او ناکامه لوبډله به دويم کواليفاير لوبې ته لاړه شي. همدا راز ايليمينېټر لوبه به د بند امير ښامارانو او بوست ساتونکو ترمنځ ترسره شي، چې بريالۍ لوبده به يې دويم کواليفاير لوبې ته ځان ورسوي.

د امو نهنګانو لوبډلې د پاڼۍ راپور:

د دې لوبې په پيل کې د لوبې پچه د بوست ساتونکو لوبډلمشر ګلبدين نايب وګټله او لومړى يې توپ اچونه غوره کړه.

د امو نهنګانو له لوري جنت ګل او شېر شېرزى توپوهنې ته راووتل، خو جنت ١ او شېرزي ٣ منډې وکړې او له مېدانه بهر شو، همدا راز ورپسې اسدالله متاني هم د ٩ منډو جوړولو وروسته وسوځېده.

دا هم ولولئ: د کابل بازانو لوبډلې مالک د کرکټ او شپږيزې ټول اصول تر پښو لاندې کړل

حاجي مراد مرادي بيا يو څه ښه توپوهنه ترسره کړه او ٢٦ منډې يې ترلاسه کړې، همدا راز قاسم اورياخېل هم بيا ٢٩ منډې وکړې. خو لوبډلمشر دروېش رسولي بيا په زړه پورې توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه چې د ٧ شپږيزو او ١ څلوريزې په مټ ي په ٢٢ توپونو ٥١ ناسوځېدلې منډې وکړې او د خپلې لوبډلې منډې يې ١٢٢ ته ورسولې.

امو نهنګانو په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٢٢ منډې وکړې، چې سيالې لوبډلې ته يې د ١٢٣ منډو هدف وټاکه.

د بوست ساتونکو له لوري بيا حمزه هوتک او ګلبدين نايب ٢-٢ او سيد شېرزاد ١ ويکټ واخيسته.

دا د بوست ساتونکو پنځمه لوبه ده، چې تر دې مخکې يې دوه لوبو کې بريا خپله کړې ده، خو که ياده لوبه وبايلي هم هېڅ توپير ورته نه کوي او دويم پړاو ته يې لار پېدا کړې ده. همدا راز د امو نهنګانو بيا تراوسه پورې په يوه لوبه کې هم بريا نه ده ترلاسه کړې او که نننۍ لوبه يې وګټله، نو په روان شپږيزه کرکټ ليګ کې به يې دا لومړۍ بريا وي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …