کورپاڼه / د لوبو راپورونه / انګلستان په دويمه لوبه کې اسټراليا ته ماتې ورکړه
انګلستان

انګلستان په دويمه لوبه کې اسټراليا ته ماتې ورکړه

د انګلستان او اسټراليا ترمنځ په دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې انګلستان اسټراليا ته ماتې ورکړه او لوبلړۍ يې ورسره د ١-١ سره برابره کړه.

دا لوبه چې په مانچسټر کې ترسره شوه، په پيل کې انګلستان پچه وګټله او توپوهنه يې غوره کړه.

انګلستان په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٢٣١ منډې وکړې، چې له ډلې يې لوبډلمشر ايون مورګن ٤٢، جو روټ ٣٩، ټام کران ٣٧ او عادل رشيد ٣٥ ناسوځېدلې منډې وکړې. همدا راز جوني بيريسټو په صفر، جاس بټلر په ٣، سام بيلينګس په ٨ او جېسن روى په ٢١ منډو وسوځېدل.

د اسټراليا له لوري بيا اډم زمپا په زړه پورې توپ اچونه ترسره او ٣ لوبغاړي يې وسوځول، مچل سټارک ٢، جوش هېزلووډ، پاټ کومنز او مچل مارش ١-١ ويکټ واخيستې.

د ٢٣٢ منډو د هدف په تعقيب کې د اسټراليا ټوله لوبډله په ٤٨.٤ اورونو کې په ٢٠٧ منډو وسوځېدله، چې د ٢٤ منډو په توپير يې په لوبه کې ماتې وخوړه.

د اسټراليا له لوري لوبډلمشر ارون فنچ ٧٣، مارنوس لابوشين ٤٨ او اليکس کېري ٣٦ منډې وکړې، همدا راز ډيويډ وارنر په ٦، مارکوس سټوينيس په ٩ او مچل مارش په ١ منډه وسوځېدل.

د انګلستان له لوري کرس ووکس، جوفرا ارچر او سام کران په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې درې واړو ٣-٣ ويکټې ترلاسه کړې. همدا راز عادل رشيد هم ١ ويکټ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه جوفرا ارچر ته ورکړل شوه.

د يادولو وړ ده چې تر دې مخکې په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې اسټراليا بريا خپله کړې وه، چې په دې لوبه کې انګلستان بريالى شو او له دې سره د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ د ١-١ سره مساوي شوه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به دريمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه د سپتمبر په ١٦مه نېټه په مانچسټر کې ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

د مس عينک اتلان

مس عينک اتلانو د بند امير لوبډله ماته او پايلوبې ته يې لار پېدا کړه

د مس عينک اتلانو لوبډلې په يوه زبردسته لوبه کې د بند امير ښامارانو لوبډلې …