کورپاڼه / تجارتي ليګونه / کابل بازانو په يوه زبردسته لوبه کې مس عينک مات کړ او پايلوبې ته لاړ
د کابل بازان

کابل بازانو په يوه زبردسته لوبه کې مس عينک مات کړ او پايلوبې ته لاړ

د نور علي ځدراڼ او عظمت الله عمرزي په زړه پورې او چټکې توپوهنې په مټ د کابل بازانو د مس عينک اتلان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د شپږيزې پايلوبې ته يې لار وموندله.

د مس عينک اتلانو د ٢٠٩ منډو هدف په تعقيب کې د کابل بازانو توپوهونکو چټکه توپوهنه ترسره کړله او په وروستي اور کې يې ياد هدف پوره کړ.

نور علي ځدراڼ د ٤ شپږيزو او ٨ څلوريزو په مټ په ٥٢ توپونو ٨٥ منډې وکړې او عظمت الله عمرزي د ٤ شپږيزو او ٥ څلوريزو په مټ په ٣٣ توپونو ٦٢ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.

د کابل بازانو د ٦ لوبغاړو په سوځېدو په ١٩.١ اور کې هدف پوره او د ٤ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د مس عينک اتلانو له لوري ابراهيم او شاپور ځدراڼ ٢-٢ او نور احمد لکڼوال او عبدالرحمان ١-١ ويکټ واخيستې.

د مس عينک اتلانو لوبډله به په دويمه کواليفاير لوبه کې د هغه لوبډلې سره مخ شي، چې په ايليمينېټر لوبه کې بريا خپله کړي. دا لوبه به سبا ترسره شي.

د مس عينک اتلانو د توپوهنې راپور:

د شپږيزې کرکټ ليګ په لومړۍ کوليفاير لوبه کې د کابل بازانو لوبډلمشر رحمان الله ګربز پچه وګټله او لومړى يې توپ اچونه غوره کړه.

د مس عينک اتلانو له لوري محمد شهزاد او بهار شينواري توپوهنې ته راووتل، چې بهار شينواري ژر د ٨ منډو جوړولو وروسته وسوځېده او محمد شهزاد ٤٠ منډې ترلاسه کړې.

خو حشمت الله شهيدي په زړه پورې او چټکې توپوهنې ته دوام ورکړ، چې د ٥ شپږيزو او ١١ څلوريزو په مټ يې په ٥٢ توپونو ٩٧ ناسوځېدلې منډې وکړې. په روان شپږيزه کرکټ ليګ کې دا د نوموړي څلورمه پنځوسيزه ده. همدا راز غمي ځدراڼ يې هم ښه ملګرتيا وکړه او ٤٦ منډې يې په ٢٧ توپونو ترلاسه کړې.

حشمت الله شهيدي

د مس عينک اتلانو په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ٢٠٨ منډې وکړې او د کابل بازانو لوبډلې ته يې د ٢٠٩ منډو هدف وټاکه.

د کابل بازانو له لوري ننګيالى خروټي ٢ او ضيا الرحمان شريفي ١ ويکټ اخيسته.

تر لنډې دمې وروسته به د کابل بازان د ياد هدف پوره کولو لپاره توپوهنه پيل کړي.

د يادولو وړ ده چې په لومړۍ کواليفاير لوبه کې چې هره لوبډله بريالۍ شي، هغه به نېغ پايلوبې ته لاړه شي او که کومې لوبډلې ماتې وخوړه، هغه لوبډله به بيا په دويمه کواليفاير لوبه کې يوه بله لوبه ترسره کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

د کابل بازان

واو! زبردسته لوبه، د کابل بازانو ځوانې لوبډلې د شپږيزې ليګ اتلولي خپله کړه

د کمزوري هدف تر ټاکلو وروسته د کابل بازانو لوبډلې په توپ اچونه کې خپل …