کورپاڼه / خبرونه / د کابل بازانو مالک ٣٠ زره افغانۍ جريمه او پر کرکټ بورډ بند شو
عبداللطيف ايوبي او سميع الله شينوارى

د کابل بازانو مالک ٣٠ زره افغانۍ جريمه او پر کرکټ بورډ بند شو

د کابل بازانو لوبډلې مالک عبداللطيف ايوبي د کرکټ بورډ له لوري ٣٠ زره افغانۍ نغدي جريمه شوى دى او همدا راز کرکټ بورډ ته په ورتګ پرې بندېز هم لګول شوى دى.

د (کريکڅار) وېبپاڼې په خپل يو راپور کې د کرکټ بورډ د ځينو سرچينو له قوله ليکلي دي، چې په عبداللطيف ايوبي لوبيز بندېز لګېدلى دى او هغه به نور ونه شي کولاى چې له لوبغاړو سره په ډريسينګ روم کې پاتې شي.

په راپور کې همدا راز د سرچينې له قوله ويل شوي دي، چې عبداللطيف ايوبي د کرکټ بورډ اصول تر پښو لاندې کړي، نو له همدې امله به نور د خپلې لوبډلې سره په کرکټ بورډ کې ونه ليدل شي.

په راپور کې ويل شوي، چې دا بندېز پر عبداللطيف ايوبي له پرونۍ لوبې وړاندې لګول شوى و، خو د شپږيزې کرکټ ليګ تخنيکي کمېټې ياده پرېکړه تر عبداللطيف ايوبي په وخت نه وه رسولې.

کريکڅار په خپل راپور کې ليکي، چې د دوه لوبغاړو د کارټونو د نه شتون له امله ايوبي د شپږيزې ليګ له مسوول عبدالهادي دريځ سره توند بحث کړى و، چې له هغه وروسته د ډسپلين کمېټې په ايوبي لوبيز بندېز او نغدي جريمه يې پرې لګولې وه.

د يادولو ده چې د لوبغاړو د ستونزو حل لپاره له لوبډلې سره منېجر وي، چې دا ټول کارونه په هغه پورې اړه لري، خو د کابل بازانو مالک دا کارونه په خپل سر کړي و.

په پرونۍ لوبه کې عبداللطيف ايوبي د شپږيزې اصولو په ماتولو سره د يو لوبغاړي په توګه هم په لوبه کې ولوبېده، چې په يو اور کې يې ١٦ منډې ورکړې. د هغه په لوبېدو په ټولنيزو رسنيو کې هم خلکو ډېرې نيوکې وکړې.

کريکڅار وېبپاڼې په خپل راپور کې ليکلي دي، چې د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي د عبداللطيف ايوبي په لوبه کې د لوبېدو وروسته پرېکړه کړې ده چې هغه بايد نور کرکټ بورډ ته پرې نه ښودل شي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې نن د کابل بازانو لوبه ده، خو عبداللطيف ايوبي کرکټ بورډ ته نه دى پرېښودل شوى. همدا راز فرهان يوسفزى بيا د شپږيزې کرکټ ليګ تخنيکي ټيم ته هم غوسه دى، چې ولې يې په وخت ياده سزه ايوبي ته نه ده ورکړې.

Loading...

دا هم ولولئ

مجيب الرحمان

مجيب الرحمان په کورونا اخته شوى

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى په اسټراليا کې په کورونا اخته …