کورپاڼه / خبرونه / محمد شهزاد او ګلبدين نايب ٧٥-٧٥ زره افغانۍ جريمه شوي
ګلبدين نايب او محمد شهزاد

محمد شهزاد او ګلبدين نايب ٧٥-٧٥ زره افغانۍ جريمه شوي

د افغانستان کرکټ بورډ د ډسپلين کمېټې د مس عينک اتلانو پيليز توپوهونکى او ويکټ ساتونکى محمد شهزاد او د بوست ساتونکو لوبډلمشر ګلبدين نايب جريمه کړي دي.

د کرکټ بورډ د ډسپلين کمېټې يوه غړي وويل، چې دواړه په يوه لوبه کې د ډسپلين اصولو ماتولو له امله جريمه شوي دي، چې له دواړو څخه به د يوې لوبې د فيس ٧٥ سلنه برخه وګرځول شي.

ګلبدين نايب او محمد شهزاد په ٥٥٠ زره افغانۍ په شپږيزه کرکټ ليګ کې اخيستل شوي دي، چې د يوې لوبې فيس يې شاوخوا ٧٥ زره افغانۍ راځي، چې له دواړو څخه به ٧٥-٧٥ زره افغانۍ وګرځول شي.

د شپږيزې کرکټ ليګ په ١١مه لوبه کې، چې د مس عينک اتلانو او د بوست ساتونکو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې چې محمد شهزاد توپوهنه ترسره کوله، د محمد شهزاد او ګلبدين نايب ترمنځ لفظي شخړه هم ترسره شوه، چې ګلبدين نايب يې په اړه لوبڅار ته شکايت وکړ.

په دغه لوبه کې محمد شهزاد ١٠٦ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې دا د روانې شپږيزې ليګ لومړنۍ سليزه هم ده. تر سليزې وهلو وروسته محمد شهزاد بېټ پورته وغورځاوه او ګلبدين نايب ته يې غوسه هم ښکاره کړه او د ګلبدين نايب سټايل يې هم وکړ.

خو وروسته په لوبه کې ياد هدف د بوست ساتونکو پوره کړ، چې ګلبدين نايب په ٢٧ توپونو ٥٤ ناسوځېدلې منډې وکړې او په وروستي توپ يې د څلوريزې په وهلو سره په لوبه کې بريا خپله کړه.

ګلبدين نايب د ښې توپوهنې او د لوبې تر بريا وروسته خپل هيلمټ هماغسې په هوا کې پورته وغورځاوه، دستکشې يې هم له ځمکې وويشتې او همدا راز محمد شهزاد ته يې خپله ډېره غوسه ښکاره کړه.

په محمد شهزاد او ګلبدين نايب په ټولنيزو رسنيو کې له دې امله نيوکې هم وشوې، چې د تفريح لوبه يې په خپلو شخصي عقدو بدله کړې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

د کابل بازان

واو! زبردسته لوبه، د کابل بازانو ځوانې لوبډلې د شپږيزې ليګ اتلولي خپله کړه

د کمزوري هدف تر ټاکلو وروسته د کابل بازانو لوبډلې په توپ اچونه کې خپل …