کورپاڼه / تجارتي ليګونه / اصغر افغان د بند امير ښامارانو ته بريا ور په برخه کړه
اصغر افغان

اصغر افغان د بند امير ښامارانو ته بريا ور په برخه کړه

د بند امير ښامارانو لوبډلمشر اصغر افغان په نننۍ لوبه کې چټکه توپوهنه ترسره کړه چې په خپلې ښې توپوهنې يې د بند امير ښاماران لوبډلې ته بريا ور په برخه او دويم کواليفاير لوبې ته يې لار پېدا کړه.

د شپږيزې کرکټ ليګ ايليمينېټر لوبه د بند امير ښامارانو او بوست ساتونکو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

د لوبې پچه د بوست ساتونکو وګټله او لومړى يې توپ اچونه غوره کړه.

د بند امير ښامارانو ټولو توپوهونکو په زړه پورې او چټکه توپوهنه ترسره کړه، چې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې يې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو ٢٣٢ منډې ترلاسه کړې.

د دې ستر هدف په ټاکلو کې اصغر افغان د ٧ شپږيزو او ٦ څلوريزو په مټ په ٣٩ توپونو ٩٥ ناسوځېدلې منډې وکړې، همدا راز حضرت الله ځاځي ٤٩، عثمان غني ٤٢ او ابراهيم ځدراڼ ٣٧ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د بوست ساتونکو له لوري حمزه هوتک او وقار الله اسحاق ١-١ ويکټ واخيستې.

د ٢٣٣ منډو د هدف په تعقيب د بوست ساتونکو ښه توپوهنه ترسره نه کړاى شوه او په ١٩.٢ اورونو کې يې ټوله لوبډله په ١٥٦ منډو وسوځېده، چې د ٧٦ منډو په ستر توپير يې ماتې وخوړه.

د دوى له لوري کريم جنت ٦٠، احسان الله جنت ٢١، وقار الله اسحاق ١٩، سيد شېرزاد ١٨ ناسوځېدلې او عمران جنت ١٦ منډې وکړې. شفيق الله غفاري او منير کاکړ په ١-١ منډه وسوځېدل او ګلبدين نايب ٢ منډې وکړې.

د بند امير ښامارانو له لوري ميروېس اشرف او وقار سلامخېل په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې ٤-٤ ويکټې يې ترلاسه کړې، همدا راز فرهاد مومند هم ١ ويکټ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه اصغر افغان ته ورکړل شوه.

د شپږيزې کرکټ ليګ دويمه کواليفاير لوبه به سبا ١ بجه ترسره شي، چې د بند امير ښاماران او د مس عينک اتلان به پکې مخامخ شي. د مس عينک اتلانو نن په لومړۍ کواليفاير لوبه کې د کابل بازانو څخه ماتې خوړلې وه.

په دويمه کواليفاير لوبه کې چې هره لوبډله بريالۍ شوه، د سپتمبر په ١٦مه نېټه به د کابل بازانو سره په پايلوبه کې مخ شي.

Loading...

دا هم ولولئ

شاهد اپريدى او نوين الحق (3)

شاهد اپريدي د نوين الحق سره د شخړې په اړه څه وويل؟ دلته يې ولولئ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى کپتان او الراونډر لوبغاړى شاهد خان اپريدى چې اوسمهال …