کورپاڼه / تجارتي ليګونه / رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو
رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى رحمان الله ګربز وايي، چې هيله لري د روان شپږيزه کرکټ ليګ اتلولي به په خپل نوم کړي.

رحمان الله ګربز چې نن سهار يې په لومړۍ کواليفاير لوبه کې د مس عينک اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه، لوبډله يې د شپږيزې کرکټ ليګ پايلوبې ته لاړه.

د رحمان الله ګربز په لوبډلمشرۍ د کابل بازانو لوبډلې بيا په لومړي پړاو لوبو کې هم تر ټولو زياتې لوبې ګټلي دي او تر ټولو لوبډلو مخکې ده.

نن د مس عينک اتلانو څخه د لوبې ګټلو او پايلوبې ته د لار موندلو وروسته رحمان الله ګربز په خپله فېسبوکپاڼه کې په يو پوسټ کې ليکلي دي:

((ستر خاونده شکر او مننه! د اووم پړاو شپږيزې ليګ کې د يوې ځوانې لوبډلې لوبډلمشري راوسپارل شوه. دا اسان او ارزان کار نه و، ځکه له يو پلوه ځوانه لوبډله راپه غاړه وه، له بل پلوه زما خپله ښه لوبېدنه او تر ټولو ستر مسووليت زما په لوبډلمشرۍ کې د کابل بازانو پرمختګ و.))

هغه همدا راز مخکې ليکي: ((د ليګ په پيل کې مو د پرمختګ او ښې لوبيدنې هيلې درلودې، خو نن شکر هغه هيلې ترلاسه شوي او په وياړ سره ويلى شم، چې د سترو لوبډلو په ماتولو د شپږيزې پايلوبې ته رسېدلي يو.))

رحمان الله ګربز ليکي: ((هڅه کوو چې د روان ليګ اتلولي په خپل نوم کړو او دغه جام په کابل کې پاتې کړو. هېره دې نه وي چې د مينه والو مينې او ملاتړ موږ ته پوره مثبته انرژي رابخښلې، نو هيله مو دغه ده چې تل مو ملاتړي اوسئ.))

د يادولو وړ ده چې د رحمان الله ګربز په لوبډلمشرۍ کې د کابل بازانو لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې ماتې خوړلې وه، خو له هغه وروسته يې د ليګ ٤ او لومړۍ کواليفاير لوبه کې په پرلپسې ډول برياوې خپلې کړې او پايلوبې ته يې ځان ورساوه.

Loading...

دا هم ولولئ

ګلين ميکسويل

اسټراليا په لوبه او لوبلړۍ کې انګلستان ته ماتې ورکړه

اسټراليا تر يوې زبردستې لوبې وروسته انګلستان ته په لوبه او لوبلړۍ کې ماتې ورکړه، …