کورپاڼه / خپلواک / د شپږيزې سياليو مراسم سبا ته وځنډول شول
شپږيزه ليګ

د شپږيزې سياليو مراسم سبا ته وځنډول شول

د افغانستان کرکټ بورډ تازه په خپاره کړي خبر کې ويلي دي، چې د شپږيزې کرکټ ليګ سياليو د پرانيستې مراسم سبا ورځې ته وځنډول شول.

کرکټ بورډ وايي، چې د شپږيزې کرکټ ليګ د سياليو د پرانيستې مراسم نن ماښام ۶ بجې ټاکل شوي و، خو د ډېر باران د ورښت له امله يې سبا ته وځنډول. ځکه چې له ماسپښين وروسته هم د باران د ورښت اټکل شته.

سبا د شپږيزې کرکټ ليګ سيالۍ هم پيلېږي، چې لومړۍ لوبه يې د بند امير ښامارانو او کابل بازانو ترمنځ ماسپښين يوه نيمه بجه په کابل لوبغالي کې ترسره کېده، خو د پرانيستې مراسم به سبا ترسره کېږي، نو ياده لوبه هم سبا د ماسپښين پر ځای سبا سهار پيلېږي.

کرکټ بورډ په خپله خبرپاڼه کې وايي، چې سبا سهار ۹ بجې به د بند امير ښامارانو او کابل بازانو ترمنځ د شپږيزې کرکټ ليګ سياليو لومړۍ لوبه ترسره شي او ماښام ۶ بجې به د ياد ليګ د پرانيستې مراسم ترسره شي.

د يادولو ده چې د شپږم پړاو شپږيزې ليګ کې د امو نهنګان، د مس عينک اتلان، د بند امير ښاماران، د بوست ساتونکي، د سپين غر زمريان او د کابل بازان لوبډلې شاملې دي، چې شاپور ځدراڼ، محمد نبي، راشد خان، ګلبدين نایب، شفيق الله شفق او اصغر افغان يې لوبډلمشران دي.شپږيزه ليګ د اتلانو ليګ

دغه لوبې چې سبا (د اکتوبر ۷مه) پيلېږي د اکتوبر تر ۱۸مې نېټې پورې به دوام وکړي، چې ټولې لوبې به يې په کابل کې ترسره کېږي. سبا په لومړۍ ورځ يوه لوبه او پايلوبه يوه لوبه ده، نورې به هره ورځ دوه لوبې ترسره کېږي، چې يوه لوبه يې سهار نهه بجې او دويمه لوبه به يې ماسپښين ۲ بجې پیلېږي.

د يادولو ده چې دغه سيالۍ د افغانستان ملي ټلويزيون په ژوندۍ بڼه خپروي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …