د مس عينک اتلانو لوبډلې په يوه زبردسته لوبه کې د بند امير ښامارانو لوبډلې له لوري ورکړل شوى هدف پوره کړ او پايلوبې ته يې لار پېدا کړه، چې په پايلوبه کې به له کابل بازانو سره مخ شي.
د لوبې په پيل کې بند امير ښامارانو پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.
د بند امير ښامارانو په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٨ منډې وکړې، چې له ډلې يې عثمان غني ٦٤، ناصر جمال ٢٣، لوبډلمشر اصغر افغان ٢٣ او ميروېس اشرف په ٦ توپونو ٢٢ ناسوځېدلې منډې وکړې.
همدا راز ابراهيم ځدراڼ ١٥، شرف الدين اشرف ١٢، حضرت الله ځاځي ٥، اکرام علي خېل ٥ او حميد حسن ٤ منډې ترلاسه کړې.
د مس عينک اتلانو له لوري دولت ځدراڼ ٢، شاپور ځدراڼ ٢، عبدالرحمان ١ او ابراهيم هم ١ ويکټ واخيسته.
د ١٧٩ منډو هدف پر وړاندې د مس عينک اتلانو توپوهونکو په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او په ١٨.٤ اورونو کې يې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو سره ياد هدف پوره کړ او د ٥ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه او پايلوبې ته يې لار پېدا کړه.
د دوى له ډلې بهار شينواري ٤٧، شاهد الله کمال ٤٢ او افسر ځاځي ٣٥ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د بند امير ښامارانو له لوري شرف الدين اشرف، وفادار مومند او وقار سلامخېل ١-١ ويکټ واخيستې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه شاهد کمال ته ورکړل شوه او د زياتو شپږيزو جايزه هم نوموړي واخيسته، همدا راز د سټايلش لوبغاړي جايزه بيا بهار علي ته ورکړل شوه.
مس عينک اتلان د تېر پړاو اتله لوبډله ده، چې له په تېر پړاو کې يې په پايلوبه کې بند امير ښامارانو ته ماتې ورکړې وه، خو سږکال به د مس عينک اتلانو لوبډله په پايلوبه کې د کابل بازانو لوبډلې سره مخامخ شي.
سبا (د سپتمبر په ١٦مه نېټه) غرمه ١٢ بجې د کابل بازانو او مس عينک اتلانو ترمنځ پايلوبه ترسره کېږي.