کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د شپږيزې پايلوبه؛ کابل بازان د مس عينک اتلانو پر وړاندې؛ څوک به بريالي شي؟
Mis e Ainak vs Kabul Final

د شپږيزې پايلوبه؛ کابل بازان د مس عينک اتلانو پر وړاندې؛ څوک به بريالي شي؟

د شپږيزې کرکټ ليګ په اووم پړاو کې د تېر کال اتله لوبډله مس عينک اتلان او د کابل بازان پايلوبې ته تللي دي، چې سبا به په پايلوبه کې د اتلولۍ لپاره مېدان ته کوز شي.

تېر کال د مس عينک اتلان او د بند امير ښامارانو ترمنځ پايلوبه ترسره شوې وه، چې مس عينک اتلانو اتلولي خپله کړه. تېر کال محمد نبي د مس عينک اتلانو لوبډلمشر او راشد خان د بند امير ښامارانو لوبډلمشر و، چې سږکال دواړه په شپږيزه ليګ کې نشته.

همدا راز د کابل بازانو لوبډلمشر بيا ځوان چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى رحمان الله ګربز دى، چې په لومړي ځل په شپږيزه کې لوبډلمشري کوي او ثابته يې کړه چې ځوانان کولاى شي خپل استعداد ښکاره کړي. همدا راز د مس عينک اتلانو لوبډلمشر بيا شاپور ځدراڼ دى.

تېر کال په مس عينک اتلانو کې رحمان الله ګربز او نور علي ځدراڼ هم لوبېدل، چې سږکال دواړه د کابل بازانو لوبډله کې دي، همدا راز له دوى سره د صديق الله اتل، عظمت الله عمرزي او سميع الله شينواري په څېر توپوهونکي هم شته، چې چټکه توپوهنه ترسره کولاى شي.

د مس عينک اتلان بيا محمد شهزاد، حشمت الله شهيدي، بهار شينوارى، غمى ځدراڼ او افسر ځاځي په څېر توپوهونکي لري، چې هر ډول حالت کې د ښې توپوهنې وړتيا لري.

په وروستيو لوبو کې که څه هم د مس عينک اتلانو د ډګر ساتنې برخه کمزورې ښکاره شوې ده، چې دا د کابل بازانو لپاره ښه زېرى دى، خو دواړه لوبډلې بيا ښه توپ اچونکي هم لري چې د لوبې رخ بدلولى شي.

د کابل بازانو لوبډله بيا په روانه شپږيزه کې تر ټولو مخکښه لوبډله هم ده، ځکه دوى يوازې په لومړۍ لوبه کې د بوست ساتونکو څخه ماتې خوړلې وه، خو وروسته يې په خپلو ټولو لوبو کې بريا خپله کړې ده.

په ليګ سياليو کې کابل بازانو د ٤ ويکټو په توپير د مس عينک اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړې وه او په لومړۍ کواليفاير لوبه کې بيا کابل بازانو د ٤ ويکټو په توپير د مس عينک اتلانو لوبډله ماته کړې وه.

يعنې دا هم د کابل بازانو لوبډلې لپاره يوه ښه خبره ده، چې په روان شپږيزه ليګ کې د مس عينک اتلانو سره دوه ځلې مخ شوې او دواړه ځل يې برياوې خپلې کړې دي، چې يو ډول فشار پرې لري.

رحمان الله ګربز بيا هيله څرګنده کړې ده، چې سږکال به د شپږيزې ليګ اتلولي خپلوي، همدا راز شاپور ځدراڼ هم ويلي دي، چې د دوى لوبډله د برياوو خپلولو لوبډله ده او په پايلوبه کې به هم بريا خپله کړي.

د کابل بازانو لوبډلې سکواډ:

رحمان الله ګربز (لوبډلمشر)، عبدالله نايب، عظمت الله عمرزى، فرمان الله، احسان الله احسان، محمد اسحاق، ننګيالى خروټى، نجات مسعود، نور علي ځدراڼ، رحيم منګل، رحمان الله، رياض حسن، سميع الله شينوارى، صديق الله اتل، يونس احمدزى، ضيا الرحمان اکبر او ضيا الرحمان شريفي.

د مس عينک اتلانو لوبډلې سکواډ:

محمد شهزاد، بهار شينوارى، حشمت الله شهيدي، افسر ځاځى، عبدالله مزاري، عبدالباقي، عبدالرحمان، عبدالله تڼيوال، بلال، دولت ځدراڼ، غمى ځدراڼ، حنيف ځدراڼ، ابراهيم، جمشېد خان، محمد الله همکار، نور احمد لکڼوال، پښتون سرفراز، صديق الله پاچا، شاهد الله، شاپور ځدراڼ (لوبډلمشر) او ذبيح الله سردارزى.

د شپږيزې کرکټ ليګ پايلوبه سبا (د سپتمبر په ١٦مه نېټه) په کابل کې غرمه ١٢ بجې پيلېږي.

تاسې څه فکر کوئ چې کومه لوبډله به بريالۍ شئ؟ او سبا لپاره ستاسې د خوښې نوملړ کې کوم کوم لوبغاړي شامل دي؟

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز (2)

په سريلانکايي ژبه کې د رحمان الله ګربز خبرې + ويډيو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى رحمان الله ګربز چې اوسمهال …