کورپاڼه / خبرونه / د ګلبدين نايب کور ته رحمت (لور) راغلې
ګلبدين نايب

د ګلبدين نايب کور ته رحمت (لور) راغلې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او الراونډر لوبغاړي ګلبدين نايب لور زېږېدلې ده، چې هغه يې په اړه په يو ټويټ کې خبر ورکړى.

لور چې د الله لوري (رحمت) دى، د ګلبدين نايب کور ته هم راغلې ده.

ګلبدين نايب چې په روانه شپږيزه کرکټ ليګ کې د بوست ساتونکو لوبډلې لوبډلمشري ور په غاړه وه او په ايليمينېټر لوبه کې يې د بند امير ښامارانو لوبډلې څخه ماتې وخوړه، کور ته يې نوې خوشحالي راغلې ده.

ګلبدين نايب په دې اړه په خپل ټويټر کې په يو ټويټ کې ليکلي دي، چې الحمدالله پروردګار ورته تر ټولو ستره ډالۍ ورکړه او په کور کې يې ماشومه زېږېدلې ده.

هغه همدا راز ليکلي دي، چې ټول زما نوې لورکۍ ته دې نړۍ ته په راتګ هرکلى ووايئ.


ګلبدين نايب ته د لور په زېږېدو راشد خان هم مبارکي ورکړې ده، همدا راز نوين الحق ورته ليکلي: ((الله دې نېک صالحه نېک عمله لويه کړي.))

د ډاکټر نجيب لور هيله نجيب ورته ليکلي: ((تاسې او ستاسې کورنۍ ته دې مبارک وي. ستاسې تر ساتنې او مينې لاندې دې لويه شي.)) د بوست ساتونکو لوبډلې مالکې ډيوه پتنګ ورته ليکلي دي، چې دا تر ټولو ستره ډالۍ ده، تاسې او ستاسې کورنۍ ته دې مبارک وي.

همدا راز ګلبدين نايب ته د نورو خلکو تر څنګ د هند مشهور سندرغاړي او هنرمند امي ويرک، د متحده عربي اماراتو پخواني لوبغاړي امجد جاوېد او ډېرو نورو خلکو مبارکي ورکړې ده او د هغې لورکۍ ته يې ځانګړې دعاوې کړې دي.

د يادولو وړ ده چې دا نه ده معلومه چې ګلبدين نايب څو ماشومان لري.

ګلبدين نايب په روانه شپږيزه کرکټ ليګ کې د خپلې لوبډلې (بوست ساتونکو) لپاره تر ټولو ښه ځلېدلى، نوموړي نه يوازې دا چې ٢٢٢ منډې يې ترلاسه کړې دي، بلکې ١١ لوبغاړي يې هم سوځولي دي، چې دا د بوست ساتونکو د يو لوبغاړي تر ټولو زياتې ويکټې دي. همدا راز په توپوهونکو کې بيا کريم جنت تر هغه زياتې ٢٢٤ منډې کړې وې.

Loading...

دا هم ولولئ

د کابل بازان

واو! زبردسته لوبه، د کابل بازانو ځوانې لوبډلې د شپږيزې ليګ اتلولي خپله کړه

د کمزوري هدف تر ټاکلو وروسته د کابل بازانو لوبډلې په توپ اچونه کې خپل …