کورپاڼه / خبرونه / راشد خان: زموږ هيله د نړيوال شل اوريز جام ګټل دي
راشد خان

راشد خان: زموږ هيله د نړيوال شل اوريز جام ګټل دي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان وايي، چې زموږ ستره هيله دا ده چې نړيوال شل اوريز جام وګټو.

راشد خان چې د روي چندرن اشوين سره د يوټيوب په يوه خپرونه کې مېلمه و، په خپلو خبرو کې وويل، چې زموږ د ټول هېواد ستر ارمان دا و، چې بشپړ غړيتوب ترلاسه کړو او ټېسټ سيالۍ وکړو، چې هغه پوره شو.

راشد خان وايي، موږ ټولو دا هيله درلوده چې بشپړ غړيتوب ترلاسه کړو او د ټېسټ لوبډلې په توګه لوبې وکړو، خو موږ دا فکر نه کاوه چې دومره ژر به موږ دې هيلې ته ورسېږو او د هند سره به خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه ترسره کړو.

نوموړي روي چندرن اشوين ته وويل، موږ لومړۍ لوبه ستاسې پر وړاندې ترسره کړه او موږ نه پوهېدو چې څه روان دي، خو موږ هڅه کوله چې يو څه نوي وکړو او يو څه زده کړو. که څه هم زموږ لومړنۍ ټېسټ لوبه زموږ لپاره ډېره ښه نه وه، خو له دې لوبې موږ ډېر څه زده کړل.

راشد خان په خپله مرکه کې وويل، چې زه فکر کوم زموږ لپاره ستره لاسته راوړنه همدا اوس ده، نه يوازې زموږ لوبډله، بلکې زموږ هېوادوال هم دا هيله لري چې موږ نړيوال شل اوريز جام کې اتلولي خپله کړو. ځکه موږ په ځان باور لرو چې د دې وړتيا لرو چې د دې جام ګټونکو شو، بس موږ ته يوازې دومره پکار دي چې په ځان مو باور قوي وي.

نوموړى وايي، مو دا وړتيا لرو، موږ ډېر ښه سپنيران لرو، چټک توپ اچونکي لرو، د توپوهنې په برخه کې مو ښه والى راغلى دى. خو موږ ته د سترو لوبډلو پر وړاندې نورې سيالۍ هم پکار دي ځکه موږ لا د دوى پر وړاندې ډېره تجربه نه لرو.

راشد خان وايي، که موږ له سترو لوبډلو سره نورې لوبلړۍ ترسره کړو نو زموږ لوبډله به لا نوره ډېره ښه شي، اوس هم موږ په شل اوريزو لوبو کې د يوې قوي لوبډلې په توګه پېژندل کېږو او همدا زموږ هيله ده چې خپله وړتيا ښکاره او په نړيوال شل اوريز جام کې اتلولي خپله کړو.

د يادولو وړ ده چې سږکال نړيوال شل اوريز جام ترسره نه شو او په راتلونکي کال ٢٠٢١ کې به د اکتوبر او نومبر مياشتو کې نړيوال شل اوريز جام په هند کې ترسره شي.

د يادولو وړ ده چې راشد خان د افغانستان يو له مخکښو لوبغاړو څخه دى، چې د نړۍ په سترو تجارتي ليګونو کې هم لوبېږي او د هرې لوبډلې لپاره سترې لاسته راوړنې لري.

راشد خان اوس مهال په متحده عربي اماراتو کې دى، چې هلته به د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) کې د سنرايزرز حېدر اباد لوبډلې لپاره ولوبېږي. اى پي ايل د سپتمبر په ١٩مه نېټه پيلېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

ګلبدين نايب

د ګلبدين نايب کور ته رحمت (لور) راغلې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او الراونډر لوبغاړي ګلبدين نايب لور زېږېدلې ده، …