کورپاڼه / خبرونه / ولسمشر د کرکټ لوبغاړو ته: تاسې د افغانستان وياړ ياست، ولس ته مو خوښي راوړې
اشرف غني او فرهان يوسفزى

ولسمشر د کرکټ لوبغاړو ته: تاسې د افغانستان وياړ ياست، ولس ته مو خوښي راوړې

ولسمشر محمد اشرف غني پرون ماښام په سلام خانۍ ماڼۍ کې د کرکټ بورډ له مشرتابه، د ملي لوبډلې لوبغاړو او د شپږيزې کرکټ ليګ د اووم پړاو سياليو لوبغاړو او نورو کسانو سره ليدلي او دوى يې ستايلي دي.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په دې ناسته کې د ولسمشر غني او لومړي مرستيال امرالله صالح تر څنګ يو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو هم ګډون درلود.

د يادې ناستې په پيل کې د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي له ولسمشر مننه وکړه او وې ويل چې له ښه مرغه نن د کرکټ لوبغاړي په ملي او نړيولو سياليو کې ګډون کوي او هېواد ته مو وياړ او عزت راوړي.

فرهان يوسفزي په خپلو خبرو کې لوبغاړو ته وويل، چې د ورزش قوانينو او ډسپلېن ته پاملرنه وکړي. هغه وويل چې لوبغاړي هغه اتلان دي چې د هېواد درې رنګه بېرغ، چې زموږ هويت او وياړ دى، رپوي او د جمهوريت استازيتوب کوي.

ملي لوبغاړي

په دغه ناسته کې لومړي مرستيال امرالله صالح هم خبرې وکړې او د کرکټ لوبغاړو ته يې وويل، هغه وياړونه چې تاسو افغانستان ته راوړي، موږ پرې وياړو.

هغه په خپلو خبرو کې زياته کړه، د کرکټ د لوبغاړو رول د افغانستان په يووالي کې مهم دى، تاسو خلکو ته خوښي راوړې، حکومت پر تاسې لا زياته پانګونه کوي او کرکټ به په ټول هېواد کې پراختيا ومومي.

همدا راز ولسمشر غني په خپلو خبرو کې د کرکټ بورډ مشرتابه، ملي لوبغاړو او د شپږيزې ليګ سياليو لوبغاړو ته ښه راغلاست وويل او زياته يې کړه چې تاسې د افغانستان وياړ او راتلونکى ياست او زموږ ولس ته مو خوښي راوړې ده.

ولسمشر وويل، د حکومت رهبري د خدمت ټيم دى او په دې وياړي چې د ارګ په سلام خانۍ ماڼۍ کې د افغانستان د اتلانو هرکلى کوي.

په خپلو خبرو کې نوموړي د شپږيزې ليګ د ټولو لوبډلو نومونه واخيستل او وې ويل چې په ټولو لوبډلو مو ښکلي نومونه ايښي دي. هغه لوبغاړو ته وويل چې ستاسې په رګونو کې د اتلانو وينه جريان لري او دا وطن تل اتلانو ساتلى دى.

اشرف غني

ولسمشر غني همدا راز وويل، تاسې اوس په نړيوالو ډګرونو کې سيالۍ کوئ او د سياليو له اصولو پوره خبر ياست، ستاسې پياوړې مټې او ځلېدونکې څېرې موږ ته هيله او خوشحالي رابخښي.

د يادې ناستې په پاى کې د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي او د کرکټ بورډ غړي هارون مير ولسمشر غني ته هغه بېټ ډالۍ کړ، چې د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو پرې لاسليکونه کړي و.

Loading...

دا هم ولولئ

کريس ګيل

“يوازينى پاچا چې په تخت ناست دى او څوک ترې شکايت نه کوي”

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړى او د شل اوريزو لوبو غوره توپوهونکى …