کورپاڼه / تجارتي ليګونه / واو! زبردسته لوبه، د کابل بازانو ځوانې لوبډلې د شپږيزې ليګ اتلولي خپله کړه
د کابل بازان

واو! زبردسته لوبه، د کابل بازانو ځوانې لوبډلې د شپږيزې ليګ اتلولي خپله کړه

د کمزوري هدف تر ټاکلو وروسته د کابل بازانو لوبډلې په توپ اچونه کې خپل کمال ښکاره کړ او په وروستيو اورونو کې يې لوبه په خپله ګټه راواړوله، چې د ٩ منډو په توپير يې د کابل بازانو تجربه کارې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د شپږيزې کرکټ ليګ ٢٠٢٠ کال اتلولي يې په خپل نوم کړه.

نه يوازې دا چې ځوان لوبډلمشر رحمان الله ګربز په زړه پورې لوبډلمشري ترسره کړه، بلکې ورسره ځوانو توپ اچونکو د کمال توپ اچونه ترسره کړه او د کابل بازانو لوبډله يې اتلولۍ ته ورسوله.

لوبه په اتلسم اور کې ننګيالي خروټي د کابل بازانو په لور واړوله، کله چې هغه په ١٨م اور کې د افسر ځاځي او شاهدالله کمال ويکټې ترلاسه کړې.

د لوبې په پيل کې مس عينک اتلانو د لوبې پچه وګټله او لومړى يې د کابل بازانو ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د کابل بازانو له لوري د پيل توپوهنې ته رحمان الله ګربز او نور علي ځدراڼ راووتل، خو دواړه په توپوهنه کې ناکامه شو. دولت ځدراڼ لومړى اور ترسره کړ، چې په لومړي اور کې يې رحمان الله ګربز او نور علي ځدراڼ له مېدانه بهر کړل.

ورپسې صديق الله اتل او رياض حسن هم په توپوهنه کې ونه ځلېدل، چې لومړى په ١٢ او دويم په ٧ منډو وسوځېدل. له هغه وروسته يونس احمدزي او سميع الله شينواري يو څه توپوهنه ترسره کړه، تر څو منډې يو څه زياتې شي.

يونس احمدزي ٣٦ منډې وکړې او سميع الله شينواري چې ډېرې هيلې ورته کېدې، هم د ٣٢ منډو ترلاسه کولو وروسته وسوځېده.

همدا راز عظمت الله عمرزي بيا ١٦ منډې ترلاسه کړې، ننګيالي خروټي په وروستيو کې يو څه ښه توپوهنه ترسره کړه او په ١١ توپونو کې يې ٢١ منډې ترلاسه کړې.

په ١٩م اور کې شاپور ځدراڼ توپ اچونه ترسره کوله، لومړى توپ يې وايډ شو، دويم او دريم توپ باندې ننګيالي خروټي څلوريزې ووهلې او په څلورم توپ يې هم هغه شپږيزه ووهله، خو شاپور ځدراڼ ټپي شو او له لوبې بهر شو، چې د هغه پاتې ٣ توپونه دولت ځدراڼ ترسره کړل.

د کابل بازانو په ١٩.١ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٣٩ منډې وکړې او د مس عينک اتلانو لوبډلې ته يې ١٤٠ منډې هدف وټاکه.

د مس عينک اتلانو له لوري دولت ځدراڼ په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او ٣ ويکټې يې ترلاسه کړې، همدا راز شاپور ځدراڼ او نور احمد لکڼوال ٢-٢، ابراهيم او عبدالرحمان ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٤٠ منډو د هدف په تعقيب بهار شينوارى او محمد شهزاد توپوهنې ته راووتل، چې بهار شينوارى په لومړي اور کې په صفر وسوځېده، همدا راز محمد شهزاد په دويم اور کې په حسيب الله ٣ څلوريزې ووهلې او د ١٢ منډو ترلاسه کولو وروسته وسوځېده.

حشمت الله شهيدي چې په مخکنيو لوبو کې ښه ځلېدلى و، هم دا ځلې ونه چلېد او ١٣ منډې يې کړې وې چې د عظمت الله عمرزي له لوري وسوځېده.

غمى ځدراڼ بيا توپوهنې ته ودرېد او تر ټولو زياتې منډې يې ترلاسه کړې، هغه په ٣٦ توپونو ٤٠ منډې کړې وې، چې د ضيا الرحمان شريفي په توپ باندې ننګيالي خروټي کېچ او له مېدانه بهر کړ.

شاهد الله کمال چې ټوله لوبه ورپه غاړه وه هم د ٢٦ منډو تر ترلاسه کولو وروسته له مېدانه بهر شو، افسر ځاځى چې په تېره لوبه کې يې مس عينک بريا ته رسولي و، يوازې ٩ منډې وکړې او د ننګيالي خروټي په توپ ضيا الرحمان شريفي کېچ کړ.

په وروستيو کې د مس عينک درې لوبغاړي، ابراهيم، شاپور ځدراڼ او دولت ځدراڼ د منډې پر مهال وسوځېده، دولت ځدراڼ چې ٢ شپږيزې يې ووهلې او هيله کېده چې مس عينک به بريا ته ورسوي، د منډې پر مهال وسوځېده او لوبه د کابل په بريا پاى ته ورسېده.

مس عينک په ١٩.٤ اورونو کې ١٣٠ منډې وکړې او د ٩ منډو په توپير يې ماتې وخوړه او د خپلې اتلولۍ څخه يې دفاع ونه شوه کولاى.

د کابل بازانو له لوري په زړه پورې توپ اچونه ترسره شوه، چې ننګيالي خروټي او نجات مسعود ٢-٢، حسيب الله، عظمت الله عمرزي او ضيا الرحمان شريفي ١-١ ويکټې واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ننګيالي خروټي ته ورکړل شوه، ځکه نوموړي په يو داسې وخت کې دوه ويکټې ترلاسه کړې، چې د لوبې بڼه يې بدله او د کابل بازانو د بريا په طرف يې روانه کړه.

Loading...

دا هم ولولئ

اى پي ايل

تر اوږد انتظار وروسته د اى پي ايل سيالۍ سبا پيلېږي

د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) چې سږکال په وخت د کورونا له امله …