کورپاڼه / خبرونه / د ګلبدين نايب نوې زېږېدلې لور ومړه
ګلبدين نايب

د ګلبدين نايب نوې زېږېدلې لور ومړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او الراونډر لوبغاړي ګلبدين نايب لور، چې پرون زېږېدلې وه، نن ومړه او خاورو ته وسپارل شوه.

پرون ګلبدين نايب په خپل ټويټر کې د خپلې لور د زېږېدو په اړه ټويټ کړى و. هغه ليکلي و چې الحمدالله لور يې زېږېدلې ده او له مينه والو يې غوښتنه کړې وه چې هرکلى ورته ووايي.

خو تازه خبر دا دى چې د ګلبدين نايب لور، چې پرون زېږېدلې وه، نن ومړه او خاورو ته وسپارل شوه.

ګلبدين نايب

د ګلبدين نايب يو ملګري امين خاطر په دې اړه په خپل فېسبوک کې پوسټ کړى دى او د هديرې يو عکس يې هم خپور کړى دى، چې ګلبدين نايب هم پکې ليدل کېږي.

خو هغه دا نه دي ليکلي، چې د ګلبدين نايب د لور د مړينې لامل څه و.

د يادولو وړ ده چې ګلبدين نايب په شپږيزه کرکټ ليګ کې د بوست ساتونکو لوبډلې لوبډلمشر و، چې د هغه په لوبډلمشرۍ کې د بوست ساتونکو لوبډله دويم پړاو ته هم لاړه، خو په دويم پړاو کې يې د بند امير ښامارانو لوبډلې څخه ماتې وخوړه او د شپږيزې د اتلولۍ له منډې څخه بهر شوه.

نن د شپږيزې کرکټ ليګ پايلوبه د کابل بازانو او مس عينک اتلانو ترمنځ ترسره شوه، چې کابل بازانو پکې بريا خپله کړه، خو بل لوري ته د ګلبدين نايب په کور کې د غم حالت و.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان اللله ګربز

د کرکټ نړيوالې شورا په پښتو کې پوسټ کړى

د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل …