کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د کرکټ نړيوالې شورا په پښتو کې پوسټ کړى
رحمان اللله ګربز

د کرکټ نړيوالې شورا په پښتو کې پوسټ کړى

د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې تر بريا وروسته، د دې لوبډلې د لوبډلمشر رحمان الله ګربز د پښتو هغه ويډيو خپره کړې ده، چې هغه پکې خپلو مينه والو ته پېغام لري.

خو نه يوازې دا پښتو ويډيو اى سي سي خپره کړې ده، بلکې له دې ويډيو سره يې کېپشن هم په پښتو کې ليکلى دى.

اى سي سي ليکلي: ((د شپږيزې کرکټ ليګ د اووم پړاو ګټونکې لوبډلې (کابل بازان) لوبډلمشر رحمان الله ګربز خپلو مينه والو ته پېغام لري.))


رحمان الله ګربز په دې ويډيو کې وايي، چې ډېره د خوشحالۍ خبره ده، چې په ځوانانو يې وکولاى شو چې دا ټورنمنټ وګټي. هغه وويل چې دا لومړى ځل و چې په دومره ستر ليګ کې يې لوبډلمشري وکړه. هغه وويل چې د سينئير لوبغاړو نه يې ډېره زده کړه وکړه. نوموړي وويل چې په ځان يې فشار نه و راوستى او غوښتل يې چې ښه لوبه وکړي.

د رحمان الله ګربز دا ويډيو چې د کرکټ نړيوالې شورا له لوري خپره شوې ده، خلکو هم ډېره خوښه کړې او شئير کړې ده. همدا راز په تبصرو کې بيا سلګونو افغانانو له اى سي سي هم مننه کړې ده، چې په پښتو ژبه کې يې پوسټ کړى دى.

نه يوازې دا چې ډېرى پښتنو له اى سي سي نه په پښتو کې مننه کړې ده، بلکې ډېرو ترې بيا په انګليسي کې هم مننه کړې ده. ځينو کسانو ليکلي دي، چې دا پښتو ژبه د اى سي سي په پاڼه ډېر خوند کوي.

د يادولو وړ ده چې د شپږيزې کرکټ ليګ پايلوبه د کابل بازانو او مس عينک اتلانو ترمنځ ترسره شوه. دا لوبه ډېره په زړه پورې او خوندوره لوبه وه، چې په وروستيو شېبو کې د کابل بازانو لوبډله بريالۍ شوه او د ٩ منډو په توپير يې د مس عينک اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې په تمريناتو کې برخه واخيسته

د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) نن د ممبۍ انډينز او چيناى سوپر کنګز …