کورپاڼه / د لوبو راپورونه / اسټراليا په لوبه او لوبلړۍ کې انګلستان ته ماتې ورکړه
ګلين ميکسويل

اسټراليا په لوبه او لوبلړۍ کې انګلستان ته ماتې ورکړه

اسټراليا تر يوې زبردستې لوبې وروسته انګلستان ته په لوبه او لوبلړۍ کې ماتې ورکړه، د انګلستان له لوري ورکړل شوى هدف، اسټراليا په اسانۍ سره پوره کړ او په ٣ ويکټو يې بريا خپله کړه.

د انګلستان او اسټراليا ترمنځ د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبه دريمه يا وروستۍ لوبه بېګاه په مانچسټر کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې انګلستان پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

که څه هم د انګلستان جېسن روى او جو روټ دواړه په صفر وسوځېدل، خو جوني بيريسټو په زړه پورې توپوهنه ترسره او ١١٢ منډې يې وکړې، همدا راز سام بيلنګس او کرس ووکس هم خوندوره توپوهنه ترسره کړه. بيلنګس ٥٧ او ووکس ٥٣ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.

انګلستان په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ٣٠٢ منډې وکړې، چې اسټراليا ته يې د ٣٠٣ منډو ستر هدف وټاکه.

د اسټراليا له لوري مچل سټارک او اډم زمپا په زړه پورې توپ اچونه ترسره او ٣-٣ لوبغاړي يې وسوځول، پاټ کومنز هم ١ ويکټ واخيسته.

د ٣٠٣ منډو هدف په تعقيب د اسټراليا د توپوهنې پيل ښه نه و، ځکه ډيويډ وارنر په ٢٤، ارون فنچ په ١٢، مارکوس سټوينس په ٤، مارنوس لابوشين په ٢٠ او مچل مارش په ٢ منډو وسوځېدل، خو تر دوى وروسته بيا اليکس کېري او ګلين ميکسويل توپوهنې ته راغلل، چې دواړو په ګډه ښه توپوهنه پيل کړه او سليزې يې ووهلې. اليکس کېري ١٠٦ او ميکسويل ١٠٨ منډې وکړې او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه.

ياد هدف اسټراليا د ٧ لوبغاړو په سوځېدو په ٤٩.٤ اورونو کې پوره کړ او د لوبې تر څنګ يې لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.

د انګلستان له لوري کرس ووکس او جو روټ ٢-٢،جوفرا ارچر او عادل رشيد ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه ګلين ميکسويل ترلاسه کړه.

دا لوبلړۍ اسټراليا په ٢-١ سره وګټله.

Loading...

دا هم ولولئ

ګلبدين نايب

د ګلبدين نايب کور ته رحمت (لور) راغلې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او الراونډر لوبغاړي ګلبدين نايب لور زېږېدلې ده، …