کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د شپږيزې کرکټ ليګ د اووم پړاو غوره لوبغاړي
عظمت او جنت

د شپږيزې کرکټ ليګ د اووم پړاو غوره لوبغاړي

د شپږيزې کرکټ ليګ په اووم پړاو کې د کابل بازانو د مس عينک اتلانو ته د ٩ منډو په توپير ماتې ورکړه او د ځوانې لوبډلې په توګه يې د شپږيزې کرکټ ليګ اتلولي په خپل نوم کړ.

په دې ليګ کې که څه هم ډېر ځوان لوبغاړي وځلېدل او ځينې تجربه کار او سينئير لوبغاړي هم پکې وځلېدل، خو نوي استعدادونه يې ډېر راڅرګند کړل، په ځانګړې توګه د کابل بازانو لوبډله کې چې ډېر ځوانان پکې لوبېدل او خپله وړتيا او استعداد يې ښکاره کړ.

د شپږيزې کرکټ ليګ د اووم پړاو سياليو د غوره لوبغاړو په اړه لاندې ولولئ.

د سياليو غوره لوبغاړى

عظمت الله عمرزى او کريم جنت

سږکال د شپږيزې کرکټ ليګ د غوره لوبغاړي جايزه د کابل بازانو لوبډلې الراونډر لوبغاړي عظمت الله عمرزي او د بوست ساتونکو لوبډلې الراونډر لوبغاړي کريم جنت ته په ګډه ورکړل شوه.

عظمت الله عمرزي نه يوازې دا چې په نورو لوبو کې ښه لوبه ترسره کړې وه، بلکې په پايلوبه کې يې هم ښه لوبه ترسره کړه او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله.

عظمت الله عمرزي د توپوهنې په برخه کې په ٧ لوبو کې ١٨٧ منډې ترلاسه کړې، چې په يوه لوبه کې يې زياتې ٦٢ ناسوځېدلې منډې وکړې. هغه په ١٥٢.٠٣ سټرايک رېټ باندې توپوهنه ترسره کړه. همدا راز ٦ ويکټې يې ترلاسه کړې، چې په يوه لوبه کې يې د ٢٠ منډو په بدل کې ٣ لوبغاړي هم وسوځول.

بل لوري ته کريم جنت په ٦ لوبو کې پنځه ويکټې ترلاسه کړې او په توپوهنه کې يې ٢٢٤ منډې وکړې، چې په يوه لوبه کې يې زياتې ٦٤ ناسوځېدلې منډې هم وکړې.

غوره توپ اچونکى

وقار سلامخېل

د اووم پړاو سياليو د غوره توپ اچونکي جايزه بيا د بند امير ښامارانو لوبډلې توپ اچونکي وقار سلامخېل ته ورکړل شوه. هغه په ٧ لوبو کې ٢٨ اورونه ترسره کړي و، چې د ١٩٠ منډو په بدل کې يې ١٣ ويکټې ترلاسه کړې وې. د هغه اکانومي ٦.٧٨ وه او همدا راز په يوه لوبه کې يې د ٢٥ منډو په بدل کې ٤ لوبغاړي هم سوځولي و.

د کابل بازانو ننګيالي خروټي هم بيا په ٧ لوبو کې ١٣ ويکټې ترلاسه کړې وې او همدا راز په پايلوبه کې يې د کابل بازانو په بريا کې هم مهمه ونډه واخيسته، چې په پايلوبه کې يې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړه.

غوره توپوهونکى

عثمان غني

د اووم پړاو سياليو د غوره توپوهونکي جايزه بيا د بند امير ښامارانو لوبډلې توپوهونکي عثمان غني ترلاسه کړه. عثمان غني په ٧ لوبو کې تر ټولو زياتې ٣٥٥ منډې کړې وې. هغه په ١٣٠.٩٩ سټرايک رېټ سره توپوهنه ترسره کړې وه چې په يوه لوبه کې يې ٧٩ زياتې منډې ترلاسه کړې وې. نوموړي ټولې ٤ پنځوسيزې، ١١ شپږيزې او ٣٦ څلوريزې وهلې وې.

بل توپوهونکى چې تر ٣٠٠ زياتې منډې يې ترلاسه کړې دي، هغه حشمت الله شهيدي دى، چې په ٨ لوبو کې يې ٣٣٩ منډې وکړې. نوموړي په يوه لوبه کې زياتې ٩٧ ناسوځېدلې منډې هم ترلاسه کړې. هغه ٤ پنځوسيزې، ١٤ شپږيزې او ٣٧ څلوريزې وهلې وې او په ١٤٤.٨٧ سټرايک رېټ سره يې توپوهنه ترسره کړې وه.

ايمرجينګ لوبغاړى

ننګيالى خروټى

د اووم پړاو سياليو د ايمرجينګ لوبغاړي جايزه بيا ننګيالي خروټي ته ورکړل شوه. ننګيالى خروټى چې په لومړي ځل په شږيزه کرکټ ليګ کې ولوبېده، خپله وړتيا يې ښکاره کړه او په خپله ښه لوبه يې د کابل بازانو لوبډله بريا ته ورسوله.

ننګيالي خروټي په ٧ لوبو کې د ٢٦ اورونو په ترسره کولو سره ٢٠٣ منډې ورکړې او ١٣ لوبغاړي يې وسوځول. هغه په ٧.٨٠ اکانومي توپوهنه ترسره کړه او په يوه لوبه کې يې د ٢٩ منډو په ورکولو سره ٤ لوبغاړي هم وسوځول.

په پايلوبه کې ننګيالي خروټي تر ټولو ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه، هغه نه يوازې په وروستيو کې په ١١ توپونو ٢١ منډې ترلاسه کړې، بلکې د توپ اچونې پر مهال په ١٨م اور کې يې د افسر ځاځي او شاهدالله کمال ويکټې واخيستې او لوبه يې د کابل بازانو په ګټه تمامه کړه، چې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم واخيسته.

Loading...

دا هم ولولئ

اى پي ايل: چيناى سوپر کنګز لوبډلې په بريا پيل وکړ

د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) په لومړۍ لوبه کې د چيناى سوپر کنګز …