کورپاڼه / تجارتي ليګونه / تر اوږد انتظار وروسته د اى پي ايل سيالۍ سبا پيلېږي
اى پي ايل

تر اوږد انتظار وروسته د اى پي ايل سيالۍ سبا پيلېږي

د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) چې سږکال په وخت د کورونا له امله ترسره نه شو، تر اوږده انتظار وروسته سبا (د سپتمبر په ١٩مه نېټه) په متحده عربي اماراتو کې پيلېږي.

د اى پي ايل لومړۍ سيالي به سبا د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې د ممبۍ انډينز او چيناى سوپر کنګز لوبډلو ترمنځ په ابوظهبۍ کې پيل شي.

د هند تجارتي ليګ چې نه يوازې په هند کې ډېر مينه وال لري، بلکې په ټوله نړۍ کې مينه وال لري او په تجارتي ليګونو کې دا يو ستر ليګ دى چې د کرکټ نړۍ ستر ستر لوبغاړي هم ورته په تمه وي.

سږکال چې د کورونا له امله په ډېرى هېوادونو کې ګرځبندېز اعلان شو، نو په هند کې هم د کورونا پېښې زياتې شوې او له امله يې د هند کرکټ بورډ ونه شول کولاى چې سږکال اى پي ايل په خپل وخت ترسره کړي.

خو وروسته، کله چې اسيا جام او نړيوال شل اوريز جام لغوه اعلان شو، نو د هند کرکټ بورډ ته دا موقع په لاس ورغله، چې له هند څخه بهر په متحده عربي اماراتو کې سږکال د اى پي ايل سيالۍ ترسره کړي.

د اى پي ايل ټولې لوبډلې دې سياليو ته چمتو دي او همدا راز د کورونا د مخنيوي لپاره سخت احتياطي تدابير هم نيول شوي دي، تر څو کوم لوبغاړى په کورونا اخته نه شي.

په متحده عربي اماراتو کې ټول لوبغاړي او ورسره د لوبډلو تر څنګ چې څومره کسان و، لومړى دا ټول کرنټين شوي و او د کرنټين د وخت پوره کېدو وروسته چې کله د ټولو ټېسټونه منفي راغلل، نو ورته اجازه ورکړل شوه چې په تمريناتو کې برخه اخيستى شي.

سږکال هم د تېر په څېر درې افغان لوبغاړي، راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان په دې سياليو کې لوبېږي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سلمان خان

د سلمان خان کورنۍ د کرکټ لوبډله اخيستې، کريس ګيل يې هم په لوبډله کې شامل دى

د هندي سينما مشهور هنرمند سلمان خان کورنۍ هم په يو تجارتي ليګ کې د …