کورپاڼه / خبرونه / د مصباح الحق او اظهر علي لومړي وزير سره ليدنه، کرکټ بورډ پرې غوسه دى
مصباح الحق او اظهر علي

د مصباح الحق او اظهر علي لومړي وزير سره ليدنه، کرکټ بورډ پرې غوسه دى

د پاکستان کرکټ بورډ د پاکستان د ملي لوبډلې مشر روزونکي او د غوراوي کمېټې مشر مصباح الحق او د پاکستان د ټېسټ لوبډلې لوبډلمشر اظهر علي د پاکستان لومړي وزير سره په ليدنه باندې غوسه دى.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، مشر روزونکي مصباح الحق او لوبډلمشر اظهر علي د پاکستان لومړي وزير عمران خان سره په خپلو شخصي اړيکو ناسته ترسره کړې ده، چې دې چارې د پاکستان کرکټ بورډ مشرتابه غوسه کړي دي.

په راپورونو کې ويل شوي، چې د کرکټ بورډ عمومي رييس احسان ماني او اجراييوي رييس وسيم خان دواړه په روانه اونۍ کې غوښتي دي او په دې چاره يې خپل خپګان څرګند کړى دى.

دوى وايي، چې کرکټ بورډ له مخکې څخه نه خبرول او د کرکټ بورډ د سرپرست اعلى (لومړي وزير) سره شخصي ليدنه د کرکټ بورډ د پالېسيو خلاف کار دى او دواړو بايد داسې نه واى کړي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې راتلونکې اونۍ به له دواړو سره د کرکټ بورډ عمومي رييس يا هم اجراييوي رييس او يا دواړه ګډه ناسته وکړي.

د ځينو سرچينو په وېنا، چې د کرکټ بورډ عمومي رييس احسان ماني ويلي دي، چې مصباح الحق او اظهر علي دواړه د کرکټ بورډ کارمندان دي، دوى چې په کومه طريقه د لومړي وزير (د پاکستان کرکټ بورډ سرپرست اعلى) سره ليدلي دي، دا طريقه سمه نه ده او دوى ته نه و پکار چې د کرکټ بورډ د مشرتابه له اجازې پرته د کرکټ بورډ له سرپرست اعلى سره ليدنه ترسره کړي.

د يادولو وړ ده چې په وروستيو کې پاکستان د انګلستان سره ټېسټ او نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې، چې انګلستان ترې دواړه لوبلړۍ وګټلې او له دې امله په مصباح الحق هم ډېرې نيوکې کېږي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

کپيل ديو

د هند پخواني کرکټر کپيل ديو باندې د زړه حمله راغلې

د هند کرکټ ملي لوبډلې د نړيوال جام ګټونکى پخوانى لوبډلمشر کپيل ديو باندې د …