کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد خان د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې په تمريناتو کې برخه واخيسته
راشد خان

راشد خان د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې په تمريناتو کې برخه واخيسته

د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) نن د ممبۍ انډينز او چيناى سوپر کنګز ترمنځ د لومړۍ لوبې په ترسره کېدو سره په متحده عربي اماراتو کې پيلېږي.

په دې ستر تجارتي ليګ کې درې افغان لوبغاړي، راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان هم لوبېږي، چې د کارابين پريمئير ليګ څخه نېغ اى پي ايل ته رسېدلي دي.

تازه سنرايزرز حېدراباد لوبډلې د راشد خان يو عکس خپور کړى دى، چې هغه پکې د يادې لوبډلې له کاليو څخه ښکاره کېږي چې د يادې لوبډلې په تمريناتو کې يې برخه اخيستې ده.


په دې عکس کې د راشد خان تر څنګ بوينشور کمار هم ولاړ دى.

راشد خان او محمد نبي چې له کارابين پريمئير ليګ څخه متحده عربي اماراتو ته لاړل، نو د اى پي ايل د نوي قوانين او د کورونا د مخنيوي په پار دواړه کرنټين شوي و.


د کرنټين پر مهال د دواړو عکسونه هم د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې په ټويټر او فېسبوکپاڼه کې خپاره شوي و.

همدا راز تر دې مخکې بيا دوى د محمد نبي يوه ويډيو هم خپره کړې وه، چې د کرنټين پر مهال ورزش کوي او ځان راتلونکو لوبو ته اماده کوي.


د يادولو وړ ده چې سږکال د کورونا له امله د اى پي ايل سيالۍ په خپل وخت ترسره نه شوې، او تر اوږده انتظار وروسته نن د ممبۍ انډينز او چيناى سوپر کنګز ترمنځ د لومړۍ لوبې په پيلېدو سره د اى پي ايل سيالۍ هم پيلېږي.

د اى پي ايل دا لومړۍ لوبه چې د متحده عربي اماراتو په ابوظهبۍ کې ترسره کېدونکې ده، د افغانستان په وخت به ماښام ٦:٣٠ بجې پيل شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سلمان خان

د سلمان خان کورنۍ د کرکټ لوبډله اخيستې، کريس ګيل يې هم په لوبډله کې شامل دى

د هندي سينما مشهور هنرمند سلمان خان کورنۍ هم په يو تجارتي ليګ کې د …