کورپاڼه / تجارتي ليګونه / کنګز اليون پنجاب په پښتو کې مجيب الرحمان ته ښه راغلاست ويلى

کنګز اليون پنجاب په پښتو کې مجيب الرحمان ته ښه راغلاست ويلى

د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) سيالۍ نن پيلېږي، دا هغه تجارتي ليګ دى چې د ټولې نړۍ سترګې ورته دي او درې افغان لوبغاړي هم پکې لوبېږي.

د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکى مجيب الرحمان په اى پي ايل کې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې سره لوبېږي، چې له خپلې لوبډلې سره يو ځاى شوى دى.

مجيب الرحمان چې د کارابين پريمئير ليګ څخه نېغ متحده عربي اماراتو ته لاړ، تر څو هلته په اى پي ايل کې ګډون وکړي، د څو ورځو لپاره کرنټين و، چې پرون يې په تمريناتو کې برخه اخيستې ده.

د کنګز اليون پنجاب لوبډلې په خپل فېسبوک او ټويټر کې د مجيب الرحمان ويډيوګانې خپرې کړې دي، چې هغه د کرنټين پاى ته رسېدو وروسته په نېټ سيشن کې ګډون کړى دى.

په فېسبوک کې چې د مجيب الرحمان کومه ويډيو خپره شوې ده، هغه په پښتو ژبه کې ده، چې په کيپشن کې هم ورته (ښه راغلاست مجيب) ليکل شوي دي او د افغانستان بېرغ هم ورسره ورکړل شوى دى.

مجيب الرحمان پښتو پوسټ

مجيب الرحمان په دې ويډيو کې له سلامونو وروسته وايي، چې اى پي ايل په دوبۍ کې شروع کېدونکى دى او لومړۍ ورځ يې په نېټ سيشن کې ګډون وکړ. هغه له خپلو مينه والو غوښتنه کړې ده چې په اى پي ايل کې دې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې ملاتړ وکړي.

افغانانو بيا د کنګز اليون پنجاب لوبډلې څخه مننه کړې ده او په دې کار يې ستايلې ده، چې د مجيب الرحمان پښتو ويډيو يې خپره کړې ده او همدا راز په کېپشن کې يې هم ورسره پښتو ليکلې ده.

په ټويټر کې بيا د کنګز اليون پنجاب د مجيب الرحمان ويډيو په انګليسي کې خپره کړې ده، چې هلته په انګليسي کې خبرې کوي.


د يادولو وړ ده چې په اى پي ايل کې د کنګز اليون پنجاب لومړنۍ لوبډله ده، چې د مجيب الرحمان تر اخيستو وروسته يې تېر کال هم ډېر پوسټونه په پښتو ژبه کې کړي و.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د دهوني مينه وال

د دهوني يو مينه وال خپل کور د هغه په عکسونو او د لوبډلې په رنګ رنګولى

د هند کرکټ ملي لوبډلې تر ټولو کامياب لوبډلمشر، توپوهونکي او ويکټ ساتونکي مهيندرا سينګ …