کورپاڼه / ريکارډونه / پاکستاني عمر اکمل د شاهد اپريدي له شرمه ډک ريکارډ مات کړ
عمر اکمل او شاهد اپريدي

پاکستاني عمر اکمل د شاهد اپريدي له شرمه ډک ريکارډ مات کړ

خپلواک وېبپاڼه (۶ اکتوبر ۲۰۱۹): د پاکستان ملي کرکټ لوبډلې توپوهونکي عمر اکمل يو نوی له شرمه ډک ريکارډ په خپل نوم کړ او د شاهد اپريدي پخوانی له شرمه ډک ريکارډ يې مات کړ.

عمر اکمل پرون د سريلانکا سره په شل اوريزه لوبه کې د سريلانکايي چټک توپ اچوونکي نوان پراديپ په لومړي توپ باندې خپله ويکټه له لاسه ورکړه او له دې سره په ۸۳ لوبو کې نهه ځل په صفر وسوځېده، چې د شاهد اپريدي ريکارډ يې مات کړ.

د پاکستان کرکټ لوبډلې الراونډر شاهد اپريدي بيا په ۹۹ لوبو کې ۸ ځل په صفر سوځېدلی دی، خو عمر اکمل بيا ۹ ځل په صفر وسوځېده او تر هغه مخکې شو. عمر اکمل لومړنی پاکستانی شو چې په شل اوريزو لوبو کې تر نورو ډېر ځله په صفر سوځېدلی دی.

همدا راز د سريلانکا تلکرتنی دلشان بيا په نړۍ کې لومړنی توپوهونکی دی چې په شل اوريزو لوبو کې تر نورو توپوهونکو ډېر ځل په صفر سوځېدلی دی. هغه په ۸۰ لوبو کې ۱۰ ځل په صفر سوځېدلی او په دغه برخه کې تر ټولو لومړی دی. همدا راز د انګلستان لوک رايټ او د ايرلېنډ کيوين اوبراين هم ۹-۹ ځل په صفر سوځېدلي دي.

د افغانستان له لوري تر ټولو ډېر بيا شفيق الله شفق په صفر سوځېدلی دی. هغه په ۴۶ شل اوريزو لوبو کې ۵ ځل په صفر سوځېدلی دی.

که د نړيوالو یو ورځنيو لوبو خبره وشي، نو په دغه لړ کې بيا د سريلانکا سانت جی سوريا لومړی مقام لري چې ۲۴ ځل پرته د کومې منډې ترلاسه کولو له مېدانه بهر شوی دی، همدا راز ورپسې د پاکستان شاهد اپريدي او وسیم اکرم دي، چې ۱۷ او ۱۴ ځل په صفر سوځېدلي دي.

خو د کرکټ په درې واړه فارمېټونو کې چې کوم لوبغاړی تر ټولو ډېر په صفر سوځېدلی، هغه د سريلانکا نامتو توپوهونکی مرلي دهرن دی، چې ۵۹ ځل يې کومه منډه نه ده جوړه کړې او خپله ويکټ يې له لاسه ورکړې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

ممبۍ انډينز

اى پي ايل پايلوبه: کوم کوم ريکارډونه جوړ شو؟

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل پايلوبه پرون شپه د ډيلي کاپيټلز او …