کورپاڼه / خبرونه / د کرکټ بورډ د عمومي رييس مرستيال عبدالله بارکزي په امريکا کې د قبولۍ غوښتنه کړې
راشد خان او عبدالله بارکزى

د کرکټ بورډ د عمومي رييس مرستيال عبدالله بارکزي په امريکا کې د قبولۍ غوښتنه کړې

د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رييس فرهان يوسفزي مرستيال عبدالله بارکزى امريکا ته تللى دى، چې ويل کېږي هلته يې د قبولۍ د اسنادو ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده.

عبدالله بارکزى چې د فرهان يوسفزي د کرکټ بورډ د عمومي رييس له ټاکل کېدو سره سم د هغه د ستر سلاکار په توګه په کرکټ بورډ کې مقرر شو، څو مياشتې وړاندې يې له خپلې دندې استعفا ورکړه او له هغه وروسته فرهان يوسفزي د خپل مرستيال په توګه وټاکه.

د کرکټ بورډ ځينو سرچينو خپلواک وېبپاڼې ته وويل، چې نوموړي د کرکټ بورډ په نوم د امريکا وېزې ترلاسه کړې دي او له خپلې کورنۍ سره يو ځاى امريکا ته تللى دى.

نوموړى د شپږيزې کرکټ ليګ تر پيلېدو وروسته امريکا ته تللى دى او داسې ويل کېږي چې ښايي شاوخوا ٦ مياشتې په امريکا کې پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کرکټ بورډ له لوري معاش او نور امتيازات به هم ترلاسه کوي.

د کرکټ بورډ يوې سرچينې خپلواک وېبپاڼې ته وويل، چې عبدالله بارکزي د کرکټ بورډ په مرسته د امريکا وېزې ترلاسه کړې دي او په همدې نوم امريکا ته تللى دى.

دغه سرچينې دا هم وويل، چې عبدالله بارکزى چې له خپلې کورنۍ سره امريکا ته تللى دى، هلته يې د قبولۍ لپاره درخواست ورکړى دى او ښايي تر ٦ مياشتو پورې هلته پاتې شي.

د يادې سرچينې په وېنا، عبدالله بارکزى که څه هم کرکټ بورډ ته نه راځي، خو بيا يې هم دلته دنده فعاله ده او د کرکټ بورډ له لوري لوړ معاش ترلاسه کوي.

د يادولو وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي باندې دا نيوکې هم کېږي، چې په کرکټ بورډ کې يې ډېر داسې خلک مقرر کړي دي، چې له کرکټ څخه بېخي ناخبره دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

فرهان يوسفزى

فرهان يوسفزى: د ميليون جام تنظيموونکي د کرکټ بورډ پوروړي دي

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزى وايي، چې د ميليون جام ليګ تنظيموونکي …