د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) په لومړۍ لوبه کې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې د ممبۍ انډينز لوبډلې له لوري ورکړل شوى هدف په وروستي اور کې پوره کړ او په بريا سره يې پيل وکړ.
د ١٦٣ منډو هدف په تعقيب کې که څه هم د چيناى سوپر کنګز لوبډلې د پيل توپوهونکي مرالي ويجى په ١ او شين واټسن په ٤ منډو وسوځېدل، خو له هغه وروسته فاف ډوپليسي او امباتي رايډو په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه د ١١٥ منډو ملګرتيا يې وکړه، چې د چيناى يې بريا ته نږدې کړ.
په روان ليګ کې امباټي رايډو لومړنى توپوهونکى و چې پنځوسيزه يې ووهله او فاف ډوپليسي بيا دويم توپوهونکى شو چې پنځوسيزه يې ووهله.
ياد هدف چيناى لوبډلې په ١٩.٢ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٥ ويکټو په توپير يې په اى پي ايل کې خپل سفر په بريا سره پيل کړ.
د دوى له لوري امباتي رايډو ٧١، فاف ډوپليسي ٥٥ ناسوځېدلې او سام کران ١٨ منډې ترلاسه کړې.
د ممبۍ انډينز له لوري ټرينټ بولټ، جېمز پيټينسن، جسپريت بومرا، هارديک پانډيا او راهول چاهار ١-١ ويکټ واخيستې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه سام کران ته ورکړل شوه.
د ممبۍ انډينز د پاڼۍ راپور:
د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) په لومړۍ لوبه کې د پچې تر ګټلو وروسته چيناى سوپر کنګز د ممبۍ انډينز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
د ممبۍ انډينز توپوهونکو که څه هم په پيل کې چټکه توپوهنه پيل کړه، خو د روهيت شرما او کوانټين ډي کوک تر اوټ کېدو وروسته يې توپوهنه يو څه ورو شوه.
ممبۍ انډينز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٢ منډې وکړې، چې له ډلې يې سورب تيواري ٤٢، کوانټين ډي کوک ٣٣، کيرون پولارډ ١٨، سوريا کمار يادو ١٧ او روهيت شرما ١٢ منډې وکړې.
د چيناى سوپر کنګز له لوري بيا لونګي ګيدي ٣، ديپک چاهار او رويندرا جډيجا ٢-٢، سم کران او پيوش چاوله ١-١ ويکټ واخيستې.
د لوبې د پيل راپور:
د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) سيالۍ بالاخره هم تر ډېر انتظار وروسته پيل شوې. د اى پي ايل په لومړۍ لوبه کې د چيناى سوپر کنګز او ممبۍ انډينز لوبډلې مېدان ته کوزې شوې دي.
د لوبې له پيل څخه مخکې د لوبې پچه د چيناى سوپر کنګز لوبډلمشر مهيندرا سينګ دهوني وګټله او لومړى يې د تېر کال اتلې لوبډلې ممبۍ انډينز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
د ممبۍ انډينز ١١ کسيز نوملړ:
روهيت شرما (لوبډلمشر)، کوانټين ډي کوک (ويکټ ساتونکى)، سوريا کمار يادو، سورب تيواري، کيرون پولارډ، هارديک پانډيا، کرونال پانډيا، جېمز پيټينسن، راهول چاهار، ټرينټ بولټ او جسپريت بومرا.
د چيناى سوپر کنګز ١١ کسيز نوملړ:
شين واټسن، مرالي ويجى، فاف ډوپليسي، امباتي رياډو، مهيندرا سينګ دهوني (لوبډلمشر او ويکټ ساتونکى)، کيدار جادو، رويندرا جډيجا، پيوش چاوله، ديپک چاهار، سام کران او لونګي نګيډي.