کورپاڼه / خبرونه / د شل اوريزو لوبو غوره بالر راشد خان ٢٢ کلن شو
راشد خان

د شل اوريزو لوبو غوره بالر راشد خان ٢٢ کلن شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان نن ٢٢ کلن شو. هغه د اى سي سي د نړيوالو شل اوريزو لوبو په درجه بندۍ کې لومړى مقام لري.

راشد خان چې په ١٩٩٨ کال کې د سپتمبر په ٢٠مه نېټه زېږېدلى دى، د نړۍ په کچه يې ډېر ريکارډونه جوړ کړي دي.

راشد خان نه يوازې دا چې په کم عمر کې د ١٠٠ ويکټو اخيستلو ريکارډ جوړ کړى و، بلکې په شل اوريزو لوبو کې يې تر نورو لوبغاړو ژر او په کم عمر کې ٣٠٠ ويکټې هم پوره کړې.

د ٣٠٠ ويکټو دا کارنامه يې څه ورځې مخکې په کارابين پريمئير ليګ کې د محمد نبي په اوټ کولو سره پوره کړه.

راشد خان چې اوسمهال د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر هم پاتې شوى دى.

هغه د ټېسټ لوبو تر ټولو کم عمره لوبډلمشر هم و، همدا راز د لوبډلمشر په حېث يې په خپله لومړۍ ټېسټ لوبه کې ١٠ ويکټې او ٥٠ منډې هم وکړې، چې دا ريکارډ يې هم جوړ کړ.

راشد خان د دې تر څنګ چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړى او د نړۍ په سترو تجارتي ليګونو کې د يوه مهم لوبغاړي په توګه لوبېږي، يو خېريه بنسټ هم لري چې وخت نا وخت د هېوادوالو سره مرستې هم کوي.

راشد خان د افغانستان للپاره ٤ ټېسټ، ٧١ نړيوالې يو ورځنۍ او ٤٨ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي. نوموړي په ټېسټ کې ٢٣، په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ١٣٣ او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ٨٩ ويکټې اخيستې دي.

همدا راز په شل اوريزو لوبو کې بيا هغه ٣٠٧ ويکټې ترلاسه کړې دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شاهد اپريدى

د شاهد اپريدي د واده ٢٠مه کليزه، له ښځې سره يې ګډ عکسونه خپاره کړل

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او تکړه الراونډر شاهد اپريدي له نن څخه …