کورپاڼه / تجارتي ليګونه / مهيندرا سينګ دهوني په اى پي ايل کې د لوبو ګټلو سليزه پوره کړه
مهيندرا سينګ دهوني

مهيندرا سينګ دهوني په اى پي ايل کې د لوبو ګټلو سليزه پوره کړه

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر، چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى مهيندرا سينګ دهوني چې په اى پي ايل کې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې لوبډلمشري په غاړه لري، د خپلې لوبډلمشرۍ پر مهال يې د لوبو د ګټلو سليزه پوره کړه.

مهيندرا سينګ دهوني چې له پيل راهيسې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې لوبډلمشر دى، تېره ورځ يې د اى پي ايل ٢٠٢٠ کال په لومړۍ لوبه کې د ممبۍ انډينز لوبډلې ته ماتې ورکړه او د برياوو سليزه يې پوره کړه.

نوموړى په اى پي ايل کې لومړنى لوبډلمشر دى، چې دا کارنامه يې ترسره کړه، تر دې مخکې د کومې لوبډلې لوبډلمشر په خپله لوبډلمشرۍ کې سل لوبې نه دي ګټلي.


مهيندرا سينګ دهوني چې څه ورځې مخکې يې له نړيوال کرکټ څخه استعفا ورکړه، د ٢٠١٩ کال نړيوال جام څخه وروسته دا لومړى ځل و چې پرون مېدان ته راکوز شو او په لوبه کې يې ګډون وکړ.

د اى پي ايل دا لومړۍ لوبه چې پرون د متحده عربي اماراتو په ابوظهبۍ کې د ممبۍ انډينز او چيناى سوپر کنګز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې پچه مهيندرا سينګ دهوني وګټله او ممبۍ انډينز ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

ممبۍ انډينز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٢ منډې وکړې، چې ياد هدف د چيناى سوپر کنګز لوبډلې په ١٩.٢ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په روان ليګ کې يې په بريا پيل وکړ.

په دې لوبه کې د چيناى سوپر کنګز لپاره امباتي رياډو او فاف ډوپليسي پنځوسيزې ووهلې او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق ستانکزى: بدرنګو خلکو د کرکټ خوشحالي له ولس نه واخيسته، خو کرکټ به بېرته کرکټ کړو

د افغانستان کرکټ بورډ پخوانى اجراييوي رييس شفيق ستانکزى وايي، چې بدرنګو خلکو د کرکټ …