کورپاڼه / خبرونه / په کرکټ بورډ کې فرهان يوسفزي ٧٠ کارمندان پراشوټي مقرر کړي
فرهان يوسفزی

په کرکټ بورډ کې فرهان يوسفزي ٧٠ کارمندان پراشوټي مقرر کړي

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزى، چې شاوخوا يو کال مخکې د کرکټ بورډ عمومي رييس مقرر شو، هغه او د هغه ستر سلاکار عبدالله بارکزي (چې اوس د نوموړي مرستيال دى) په کرکټ بورډ کې ٧٠ کسان په واسطو او اړيکو مقرر کړي دي.

خپلواک وېبپاڼې ته د کرکټ بورډ يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط وويل، چې کرکټ بورډ ته د فرهان يوسفزي له ورتګ سره سم يې له کرکټ بورډ څخه په دې نوم د کسانو په ليرې کولو پيل وکړ، چې په اداره بوج ډېر دى او غواړي اصلاحات راولي.

په لومړي سر کې شاوخوا ٤٣ کسان له کرکټ بورډ څخه ليرې شو، همدا راز ورپسې يو شمېر نور کسان بيا وخت په وخت په يوه او بله بهانه له کرکټ بورډ څخه ليرې کړاى شول.

خو د هغه کسانو په بدل کې فرهان يوسفزي او عبدالله بارکزي خپل کسان او د واسطو او اړيکو له لارې شاوخوا ٧٠ کسان په کرکټ بورډ کې نوي مقرر کړل.

دا ٧٠ کسان چې په کرکټ بورډ کې مقرر شوي دي، ټول پراشوټي دي او پرته له دې چې بستونه اعلان شي، دوى په دندو ګمارل شوي دي، تر دې پورې چې له ډېرو کسانو سره مرکې هم نه دي شوي او بستونو ته معرفي شوي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ کې اوسمهال شاوخوا ٢٩٥ کسان کار کوي، دا په داسې حال کې ده چې کرکټ بورډ دومره خلکو ته اړتيا نه لري، ځکه د نړۍ د سترو سترو هېوادونو کرکټ بورډونه هم دومره کارمندان نه لري او کارونه يې د افغانستان کرکټ بورډ څخه لا هم ښه روان دي.

د افغانستان کرکټ بورډ ته چې هر څوک د مشرتابه په حېث راغلى دى، نو په پيل کې يې همدا غږ کړى دى، چې دوى غواړي په کرکټ بورډ د کارمندانو بوج کم کړي او هغه کسان چې په واسطو او اړيکو مقرر شوي دي، هغه له دندو ليرې کړي، خو د يادو کسانو له ليرې کولو وروسته تر هغې زيات بيا نوي په واسطو او اړيکو مقررېږي او په داسې حال کې چې ټوله پروسه يې هم له ولس څخه پټه ساتل کېږي.

د يادولو وړ ده چې د کرکټ بورډ ځينو سرچينو خپلواک وېبپاڼې ته دا هم ويلي دي، چې د فرهان يوسفزي مرستيال عبدالله بارکزى له خپلې کورنۍ سره امريکا ته تللى دى او هلته يې د قبولۍ لپاره غوښتنه کړې ده. هغه د کرکټ بورډ په مرسته نه يوازې د ځان او کورنۍ لپاره د امريکا وېزې ترلاسه کړې دي، بلکې ځينو نورو کسانو ته يې هم د امريکا وېزې اخيستي دي.

دغه سرچينې دا هم ويلي دي، چې ښايي عبدالله بارکزى ٦ مياشتې په امريکا کې پاتې شي، خو د کرکټ بورډ څخه به معاش او نور ټول امتيازات هم اخلي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شاهد اپريدى

د شاهد اپريدي د واده ٢٠مه کليزه، له ښځې سره يې ګډ عکسونه خپاره کړل

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او تکړه الراونډر شاهد اپريدي له نن څخه …