کورپاڼه / تجارتي ليګونه / اى پي ايل: راجستان رايلز د ١٦ منډو په توپير د چيناى سوپر کنګز لوبډلې ته ماتې ورکړه
چيناى سوپر کنګز او راجستان رايلز

اى پي ايل: راجستان رايلز د ١٦ منډو په توپير د چيناى سوپر کنګز لوبډلې ته ماتې ورکړه

د اى پي ايل په څلورمه لوبه کې تر يوې زبردستې لوبې وروسته د راجستان رايلز لوبډله په دې وتوانېده چې د ١٦ منډو په توپير د چيناى سوپر کنګز لوبډلې ته ماتې ورکړي او لومړۍ بريا خپله کړي.

د لوبې په پيل کې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې لوبډلمشر مهيندرا سينګ پچه وګټله او لومړى د راجستان رايلز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د راجستان رايلز لومړى توپوهونکى يشسوي جېسوال ژر وسوځېده او يوازې ٦ منډې يې وکړې، خو له هغه وروسته لوبډلمشر سټيو سميت او سنجو سمسون په زړه پورې ملګرتيا او توپوهنه ترسره کړه چې د راجستان رايلز منډې يې ١٣٢ ته ورسولې.

سمسون د ٩ شپږيزو او ١ څلوريزې په مټ په ٣٢ توپونو ٧٤ او سميت د ٤ شپږيزو او ٤ څلوريزو په مټ په ٤٧ توپونو ٦٩ منډې ترلاسه کړې. په وروستيو کې بيا جوفرا ارچر هم ٤ شپږيزې ووهلې او په ٨ توپونو يې ٢٧ ناسوځېدلې منډې وکړې.

راجستان رايلز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ٢١٦ منډې وکړې، چې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې ته يې د ٢١٧ منډو هدف وټاکه.

د چيناى سوپر کنګز له لوري سام کران ٣، ديپک چاهار، لونګي ګيدي او پيوش چاوله ١-١ ويکټ واخيستې.

د ٢١٧ منډو هدف په تعقيب د چيناى سوپر کنګز لوبډلې هم چټکه توپوهنه پيل کړه، چې مرالي ويجى ٢١، شين واټسن ٣٣ او فاف ډوپليسي بيا تر ټولو زياتې ٧٢ منډې وکړې، هغه ٧ شپږيزې ووهلې او په ٣٧ توپونو يې ٧٢ منډې ترلاسه کړې.

د لوبې په وروستيو کې مهيندرا سينګ دهوني هم ٣ شپږيزې ووهلې او په ١٧ توپونو ٢٩ منډې وکړې، خو په دې ونه توانېدل چې ياد هدف پوره کړي.

چيناى سوپر کنګز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ٢٠٠ منډې وکړې او د ١٦ منډو په توپير يې په لوبه کې ماتې وخوړه.

د راجستان رايلز له لوري راهول ټيواټيا ٣، ټام کران، شرياس ګوپال او جوفرا ارچر ١-١ ويکټ واخيستې.

دا د چيناى سوپر کنګز دويمه لوبه وه، چې په لومړۍ لوبه کې يې بريا خپله کړې وه، خو په دويمه لوبه کې يې ماتې وخوړه، همدا راز د راجستان رايلز لومړۍ لوبه وه او بريا يې خپله کړه.

سبا (د سپتمبر په ٢٣مه نېټه) به د کلکته نايټ رايډرز او ممبۍ انډينز لوبډلې سره مخامخ شي. دا لوبه چې په ابوظهبي کې ترسره کېږي، د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې به پيل شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

جوفرا ارچر

اى پي ايل: د جوفرا ارچر Unbelievable کېچ + ويډيو

په اى پي ايل کې د راجستان رايلز لوبډلې لپاره لوبېدونکي جوفرا ارچر په نننۍ …