کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / اى پي ايل ٥مه لوبه: کلکته او ممبۍ به خپل زور وازمايي
کلکته او ممبۍ

اى پي ايل ٥مه لوبه: کلکته او ممبۍ به خپل زور وازمايي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل په پنځمه لوبه کې نن د ککلته نايټ رايډرز او ممبۍ انډينز لوبډلې مخامخېږي. دا لوبه چې په ابوظهبي کې ترسره کېږي، د افغانستان په وخت به ٦:٣٠ بجې پيل شي.

ممبۍ انډينز چې د ٢٠١٩ کال اتله لوبډله وه، سږکال په لومړۍ لوبه کې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې سره مخ شوه، خو په لوبه کې يې ماتې وخوړه.

په لومړۍ لوبه کې ممبۍ انډينز د ٩ ويکټو په سوځېدو په ٢٠ اورونو کې ١٦٢ منډې کړې وې، چې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې ته يې د ١٦٣ منډو هدف وټاکه. خو د چيناى له لوري امباتي رايډو ٧١ او فاف ډوپليسي ٥٨ ناسوځېدلې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او چيناى د ٥ ويکټو په توپير ياد هدف پوره او لومړۍ بريا يې په خپل نوم کړه.

بل لوري ته کلکته نايټ رايډرز تراوسه لوبه نه ده ترسره کړې او نن به يې د ممبۍ انډينز سره لومړۍ لوبه وي چې مېدان ته په کوز شي.

دواړه لوبډلې نه يوازې دا چې ښه توپوهونکي لري، بلکې ښه توپ اچونکي هم لري، خو دا به نن وکتل شي چې د کومې لوبډلې بخت کار کوي. کومه لوبډله په توپوهنه او توپ اچونه کې ښه ځلېږي او کومه لوبډله په روانو سياليو کې خپله لومړۍ بريا ترلاس کوي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ چې کومې وروستۍ ٥ لوبې ترسره شوې دي، په هغې کې په ٤ لوبو کې ممبۍ انډينز او په ١ لوبه کې کلکته نايټ رايډرز بريا خپله کړې ده.

د دواړو لوبډلو احتمالي ١١ کسيز نوملړ:

کلکته نايټ رايډرز: شبمن ګيل، سنيل ناراين، نيتيش راڼا، ايون مورګن، دينيش کارتيک (لوبډلمشر او ويکټ ساتونکى)، انډري رسل، راهول تريپاټي يا رينکو سينګ، پاټ کومنز، کلديپ يادو، کملېش ناګارکوټي او پراسيد کرشنا.

ممبۍ انډينز: روهيت شرما (لوبډلمشر)، کوانټين ډي کوک (ويکټ ساتونکى)، سوريا کمار يادو، سورب تيواري، کيرون پولارډ، هارديک پانډيا، کرونال پانډيا، جېمز پيټينسن يا ناتن کولټر نيل، راهول چاهار، ټرينټ بولټ او جسپريت بومرا.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

محمد سراج

اى پي ايل: محمد سراج لومړنى توپ اچونکى شو چې يوه لوبه کې ٢ ميډين اورونه ترسره کوي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل په نننۍ لوبه کې محمد سراج په …