کورپاڼه / خبرونه / د ٢ مياشتو په تېرېدو لا هم کرکټ بورډ کې نوى اجراييه رييس نه دى ټاکل شوى
د افغانستان کرکټ بورډ

د ٢ مياشتو په تېرېدو لا هم کرکټ بورډ کې نوى اجراييه رييس نه دى ټاکل شوى

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس شاوخوا دوه مياشتې مخکې، د جولاى په ٢٧مه نېټه د کرکټ بورډ اجراييه رييس له دندې ګوښه کړ او وې ويل چې د اجراييه رياست بست به اعلان ته لاړ شي او د کرکټ بورډ د بشري سرچينو د اصولو مطابق به نوى کس وټاکل شي.

هغه اعلاميه چې د فرهان يوسفزي له لوري د لطف الله ستانکزي د ليرې کېدو په تړاو خپره شوې وه، پکې ويل شوي و چې لطف الله ستانکزى د خرابې کارکردګۍ، مديريتي بې غورۍ او له مديرانو سره د بد سلوک له امله له دندې ليرې کړاى شو.

د لطف الله ستانکزي له ليرې کېدو وروسته نظيم جار عبدالرحيمزى د کرکټ بورډ سرپرست اجراييه رييس وټاکل شو او داسې ويل کېدل چې هغه د ١٥ ورځو لپاره سرپرست اجراييه رييس ټاکل شوى دى او په ١٥ ورځو کې دننه به نوى اجراييه رييس وټاکل شي.

د اګست په ١٠مه نېټه کرکټ بورډ اعلان وکړ، چې د اجراييه رياست بست لپاره دې وړ کسان خپل اسناد ورولېږي، چې ډېرو کسانو ياد بست ته نومليکنه هم وکړه، خو د شاوخوا ٤٠ ورځو په تېرېدو لا يې هم په اړه هېڅ معلومات نشته.

د اجراييه رياست د کرکټ بورډ له لوري دوه ځلې اعلان شو، خو د نوي اجراييه رييس لپاره نه هم تراوسه پورې له چا سره مرکه شوې ده او نه هم د ياد بست په اړه بيا څه ويل شوي دي.

د کرکټ بورډ ځينو سرچينو د ياد بست د لومړي ځل اعلان نه وروسته خپلواک وېبپاڼې ته ويلي و، چې د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي د کرکټ بورډ پخواني اجراييه رييس شفيق ستانکزي او د افغانستان بانک پخواني لومړي مرستيال واحد نوشېر سره د اجراييه رييس د بست لپاره خبرې کړې دي، خو وروسته د دواړو سره خبرې ناکامې شوې وې.

له تېرو شاوخوا دوه مياشتو راهيسې لا هم د اجراييه رياست چارې د سرپرست له لوري اداره کېږي. د کرکټ شنونکي او مينه وال نيوکې کوي، چې يا خو دې ژر تر ژره نوى اجراييه رييس وټاکل شي او يا دې هم اوسني سرپرست اجراييه رييس ته پوره واک ورکړل شي او رسمي دې کړاى شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شاهد اپريدى

د شاهد اپريدي د واده ٢٠مه کليزه، له ښځې سره يې ګډ عکسونه خپاره کړل

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او تکړه الراونډر شاهد اپريدي له نن څخه …