کورپاڼه / خبرونه / فرهان يوسفزى: موږ بايد د نجونو يوه پياوړې لوبډله ولرو
فرهان يوسفزى

فرهان يوسفزى: موږ بايد د نجونو يوه پياوړې لوبډله ولرو

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي د خپلې ادارې له مديرانو سره په انلاين بڼه ناسته ترسره کړې ده. هغه په دې ناسته کې د نورو خبرو تر څنګ دا هم ويلي دي، چې موږ بايد د نجونو يوه پياوړې لوبډله ولرو.

د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شي دي، چې فرهان يوسفزي سږکال د افغانستان غوره ليګ د ترسره کولو لپاره هم اړونده ادارو ته دوه اونۍ وخت ورکړى دى، چې خپل راپور بشپړ او ده ته يې وړاندې کړي.

فرهان يوسفزى وايي، دا چې د افغانستان شل اوريز غوره ليګ د افغان کرکټ لپاره له لومړيتوبونو حسابېږي، نو بايد موږ له ټولو امکاناتو په ګټې اخيستو سره کوشش وکړو، چې سږکال د ياد ليګ دويم پړاو لوبې ترسره شي، له هغه پرته د راتلونکي کال لپاره بايد ورته بشپړ چمتو واوسو.

فرهان يوسفزى

په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې عمومي رييس د پوهنې وزارت په تدريسي نصاب کې د کرکټ مضمون شاملولو او همدا رنګه د ښځينه کرکټ پرمختګ او پياوړتيا ته هم اشاره وکړه. هغه وويل، د کرکټ نړيوالې شورا او اسيايي شورا د غوښتنو له مخې موږ بايد د نجونو يوه پياوړې لوبډله ولرو، چې اداره دغې برخې ته ځان ژمن بولي.

په دې ناسته کې د کرکټ ډايريکټر رييس احمدزي هم د کرکټ بورډ عمومي رييس ته د لوبغاړو د تکړښت، فيټنس، د راتلونکو لبلړيو او د کرکټ د پرمختګ پلانونه شريک کړل.

د يادولو وړ ده چې فرهان يوسفزي د کرکټ بورډ د عمومي رييس په توګه د ټاکل کېدو څخه وروسته په خپله يوه مرکه کې دا خبره کړې وه، چې دوى د نجونو د لوبډلې په جوړولو کار کوي او ژر به يوه لوبډله جوړه کړي، خو تراوسه پورې په دې تړاو هېڅ پرمختګ نه دى شوى.

همدا راز ويل کېږي چې د کرکټ بورډ عمومي رييس خپل کور ته تللى دى، همدا لامل دى چې هغه په انلاين بڼه د کرکټ بورډ له مديرانو سره ناسته کوي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شاهد اپريدى

د شاهد اپريدي د واده ٢٠مه کليزه، له ښځې سره يې ګډ عکسونه خپاره کړل

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او تکړه الراونډر شاهد اپريدي له نن څخه …