کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / چټک توپ اچونکى نوين الحق ٢١ کلن شو
نوين الحق

چټک توپ اچونکى نوين الحق ٢١ کلن شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان او چټک توپ اچونکى نوين الحق ٢١ کلن شو. هغه په ١٩٩٩ کال کې د سپتمبر په ٢٣مه نېټه په کابل کې زېږېدلى و.

نوين الحق چې په ٢٠١٨ کال کې د افغانستان د ١٩ کلنو لوبډلې لوبډلمشر هم پاتې شوى دى، په ٢٠١٦ کال کې يې د بنګله دېش پر وړاندې خپله لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره کړه.

په دې لوبه کې نوين الحق په ١٠ اورونو کې ٦٢ منډې ورکړې او ١ لوبغاړى يې وسوځاوه. بيا په ٢٠١٩ کال کې نوين الحق د بنګله دېش پر وړاندې خپله لومړنۍ نړيواله شل اوريزه لوبه هم ترسره کړه.

نوين الحق

په دې لوبه کې نوين الحق بيا د ٤ اورونو په ترسره کولو سره ٢٠ منډې ورکړې او ٢ لوبغاړي يې وسوځول.

نوين الحق په ٢٠١٨ کال کې فرسټ کلاس سيالۍ پيل کړې او په همدغه کال کې د افغانستان غوره ليګ کې د ننګرهار په لوبډله کې هم ولوبېده. همدا راز نوموړى په ٢٠٢٠ کال کې د بنګله دېش پريمئير ليګ کې د سيلهټ تهنډر لوبډلې لپاره ولوبېده او په کارابين پريمئير ليګ کې بيا د ګيانا امازون واريرز لوبډلې لپاره ولوبېده.

د کارابين پريمئير ليګ کې نوموړى د بارباډوس ټريډينټس لوبډلې پر وړاندې په لوبه کې د ١٤ منډو په بدل کې ٤ لوبغاړي وسوځول، او د سينټ لوسيه زوکس لوبدلې پر وړاندې يې په لوبه کې د ٢٤ منډو په بدل کې ٢ ويکټې ترلاسه کړې. د ټرينباګو نايټ رايډرز او جمايکا ټلاواس پر وړاندې په لوبو کې هم نوموړي ٢-٢ ويکټې ترلاسه کړې وې.

نوين الحق د افغانستان لپاره په ٤ نړيوالو يو ورځنيو او ٥ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ګډون کړى دى. هغه په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ٦ او نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ١٠ ويکټې ترلاسه کړې دي. په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې په يوه لوبه کې هغه د ٦٠ منډو په بدل کې ٣ او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د ٢١ منډو په بدل کې يې ٣ لوبغاړي سوځولي دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar