کورپاڼه / خبرونه / زمبابوې د ٣ يو ورځنيو او ٣ شل اوريزو لوبو لپاره پاکستان ته سفر کوي
پاکستان او زمبابوې

زمبابوې د ٣ يو ورځنيو او ٣ شل اوريزو لوبو لپاره پاکستان ته سفر کوي

د زمبابوې کرکټ بورډ وايي، چې په اکتوبر مياشت کې به د دوى ملي لوبډله پاکستان ته سفر وکړي او په پاکستان کې به د پاکستان د ملي لوبډلې سره د نړيوالو يو ورځنيو او نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ ترسره کړي.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د زمبابوې کرکټ بورډ له خپل حکومت څخه اجازه ترلاسه کړې ده، چې ملي لوبډله دې د سياليو لپاره پاکستان ته ولېږي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به په پاکستان کې د ٣ نړيوالو يو ورځنيو او ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ ترسره شي. د يادولو ده چې يو ورځنۍ لوبې د اى سي سي د سوپر ليګ برخه دي.

بل لوري ته د پاکستان کرکټ بورډ هم ياد خبر تاييد کړى دى او ويلي يې دي، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به لوبې د پاکستان په ملتان او پېنډۍ ښارونو کې ترسره شي.

د پاکستان کرکټ بورډ وايي، چې د کورونا له امله به ټولې سيالۍ په بندو دروازو کې ترسره شي او لوبغالو ته به د تماشچيان پرې نه ښودل شي.

د زمبابوې ٣٢ کسيزه سکواډ به په نومبر مياشت کې پاکستان ته سفر وکړي، د ټولو لوبغاړو به د کورونا دوه ټېسټونه کېږي، چې لومړى به يې په هرارى کې وشي او دويم به يې بيا په اسلام اباد کې وشي، همدا راز که د کوم لوبغاړي ټېسټ مثبت راغى، نو هغه به پنځه ورځې کرنټين کېږي او له هغه وروسته به يې دوه ټېسټونه منفي راځي او بيا به له لوبډلې سره د يو ځاى کېدو اجازه ورکول کېږي.

نړيوالې يو ورځنۍ لوبې به د اکتوبر په ٣٠مه، د نومبر په لومړۍ او ٣مه نېټه ترسره شي، همدا راز نړيوالې شل اوريزې لوبې به د نومبر په ٧مه، ٨مه او ١٠مه نېټه ترسره شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

فرهان يوسفزى

فرهان يوسفزى: د ميليون جام تنظيموونکي د کرکټ بورډ پوروړي دي

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزى وايي، چې د ميليون جام ليګ تنظيموونکي …