کورپاڼه / تجارتي ليګونه / روهيت شرما څلورم توپوهونکى شو چې اى پي ايل کې يې ٢٠٠ شپږيزې پوره کړې
روهيت شرما

روهيت شرما څلورم توپوهونکى شو چې اى پي ايل کې يې ٢٠٠ شپږيزې پوره کړې

د هند کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپوهونکى او په اى پي ايل کې د ممبۍ انډينز لوبډلې لوبډلمشر روهيت شرما په اى پي ايل کې څلورم توپوهونکى شو چې ٢٠٠ شپږيزې يې ووهلې.

نوموړى چې له ٢٠٠٨ کال راهيسې په اى پي ايل کې لوبېږي، لومړى د ډکن چارجرز لوبډلې لپاره لوبېده او له هغه وروسته بيا د ممبۍ انډينز لپاره لوبېږي، چې د يادې لوبډلې لوبډلمشري هم ور په غاړه ده.

روهيت شرما نن د کلکته نايټ رايډرز لوبډلې پر وړاندې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او د ٢٠٠ شپږيزو وهلو هدف ته يې هم ځان ورساوه.

هغه په نننۍ لوبه کې د ٦ شپږيزو او ٣ څلوريزو په وهلو سره په ٥٤ توپونو باندې ٨٠ منډې ترلاسه کړې.

نوموړي په اى پي ايل کې ١٩٠ لوبې ترسره کړې دي، چې ٤٩٨٣ منډې يې ترلاسه کړې دي او په يوه لوبه کې يې زياتې ١٠٩ ناسوځېدلې منډې هم کړې دي.

تر روهيت شرما مخکې درې نور توپوهونکي په دې توانېدلي دي چې تر ٢٠٠ زياتې شپږيزې ووهي. تر ټولو زياتې شپږيزې بيا کريس ګيل وهلي دي. نوموړي ٣٢٦ شپږيزې وهلي دي. همدا راز اې بي ډي ويليرز ٢١٤ او مهيندرا سينګ دهوني بيا ٢١٢ شپږيزې وهلي دي.

سريش راينا چې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې سره لوبېدونکى و، خو سږکال له اى پي ايل څخه بېرته خپل کور ته ستون شو او په سياليو کې يې ګډون ونه کړ، که نوموړي په سږکال اى پي ايل کې ګډون کړى واى، نو ښايي هغه هم د ٢٠٠ شپږيزو وهلو اعزاز ترلاسه کړى واى، ځکه نوموړي تراوسه پورې ١٩٤ شپږيزې وهلي دي.

له دوى وروسته بيا ويراټ کوهلي ١٩٠، ډيويډ وارنر ١٨١ او شين واټسن هم ١٨١ شپږيزې وهلي دي، که چېرته سږکال دوى هم ښه وځلېږي، نو ښايي چې د ٢٠٠ شپږيزو هدف ته ځان ورسوي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

محمد نبي

ايا محمد نبي به راتلونکې لوبه کې ولوبېږي؟

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل کې محمد نبي د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې …