کورپاڼه / تجارتي ليګونه / اى پي ايل: ممبۍ د کلکتې لوبډلې ته د ٤٩ منډو په توپير ماتې ورکړه
جسپريت بومرا

اى پي ايل: ممبۍ د کلکتې لوبډلې ته د ٤٩ منډو په توپير ماتې ورکړه

د لوبډلمشر روهيت شرما د ښې توپوهنې او د توپ اچونکو د ښې توپ اچونې په مټ ممبۍ انډينز وتوانېده چې په خپله دويمه لوبه کې د کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې ته د ٤٩ منډو په توپير ماتې ورکړي.

د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) پنځمه لوبه د ممبۍ انډينز او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو ترمنځ په ابوظهبۍ کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې کلکتې پچه وګټله او لومړى يې ممبۍ ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د ممبۍ انډينز له لوري کوانټين ډي کوک او روهيت شرما توپوهنې ته راووتل، خو ډي کوک ونه توانېده چې منډې ترلاسه کړي او په ١ منډه وسوځېده، خو روهيت شرما بيا تر ډېره توپوهنې ته ودرېده، چې د ٦ شپږيزو او ٣ څلوريزو په مټ يې په ٥٤ توپونو ٨٠ منډې وکړې.

نوموړي همدا راز د اى پي ايل په سياليو کې څلورم توپوهونکى هم شو چې ٢٠٠ شپږيزې يې پوره کړې.

له روهيت شرما پرته سوريا کمار يادو ٤٧، سورب تيواري ٢١ او هارديک پانډيا ١٨ منډې ترلاسه کړې.

روهيت شرما

ممبۍ انډينز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٥ منډې وکړې، چې د کلکته نايټ رايډرز لوبډلې ته يې د ١٩٦ منډو هدف وټاکه.

د ١٩٦ منډو هدف په تعقيب کې د کلکتې نايټ رايډرز توپوهونکي ناکامه شو، د دوى د پيل توپوهونکي شوبمن ګيل په ٧ او سنيل ناراين په ٩ وسوځېدل، تر هغه وروسته لوبډلمشر دينيش کارتيک ٣٠ او نيتيش راڼا ٢٤ منډې وکړې. په وروستيو کې پاټ کومنز بيا د ٤ شپږيزو په مټ په ١٢ توپونو ٣٣ منډې وکړې، چې دا د يو توپوهونکي له لوري تر ټولې زياتې منډې وې، خو بيا هم کلکته ونه توانېده چې ياد هدف پوره کړي.

کلکتې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٦ منډې وکړې او په اى پي ايل کې يې په لومړۍ لوبه کې ماتې وخوړه.

د ممبۍ انډينز له لوري ټرينټ بولټ، جېمز پيټينسن، جسپريت بومرا او راهول چاهار ٢-٢ او کيرون پولارډ ١ ويکټ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه روهيت شرما ته ورکړل شوه، چې د لوبې په بريا کې يې مهمه برخه لرله.

د يادولو وړ ده چې دا د ممبۍ انډينز دويمه لوبه وه چې لومړۍ بريا يې خپله کړه، همدا راز د کلکته نايټ رايډرز لومړۍ لوبه وه او له ماتې سره مخ شوه.

سبا (د سپتمبر په ٢٤مه) به د اى پي ايل په ٦مه لوبه کې د کنګز اليون پنجاب او رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې مېدان ته کوزې شي. دا لوبه چې په دوبۍ کې ترسره کېږي، د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې به پيل شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

ويراټ کوهلي او ديودت پاډيکال

رايل چېلنجرز بېنګلور په ډېرې اسانۍ سره د ٨ ويکټو په توپير د کلکتې لوبډلې ته ماتې ورکړه

د اى پي ايل په نننۍ لوبه کې د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې توپ اچونکو …