کورپاڼه / خبرونه / لوبڅارانو کرکټ بورډ ته د غازي امان الله خان سياليو څخه د بايکاټ اخطار ورکړى
فرهان يوسفزى

لوبڅارانو کرکټ بورډ ته د غازي امان الله خان سياليو څخه د بايکاټ اخطار ورکړى

د افغانستان کرکټ بورډ لوبڅارانو او د لوبو ريفريانو کرکټ بورډ ته اخطار ورکړى دى، که له دوى سره شوې ژمنې پوره نه شوې، نو دوى به د راتلونکو غازي امان الله خان ليسټ اې سياليو څخه بايکاټ وکړي.

ورزشي خبريال او د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو څانګې پخواني مسوول ابراهيم مومند د لوبڅارانو او د لوبو ريفريانو د بايکاټ په تړاو په ټويټر کې ټويټ کړى دى.

هغه په خپل ټويټ کې ليکلي دي، چې د افغانستان ايلايټ لوبڅارانو او د لوبو ريفريانو کرکټ بورډ ته اخطار ورکړى دى، چې که د دوى سره شوې ژمنې پوره نه شوې، نو دوى به د راتلونکو غازي امان الله خان ليسټ اې سياليو څخه بايکاټ وکړي.

هغه په خپل ټويټ کې ليکلي دي، چې دوى په شپږيزه کرکټ ليګ کې د لوبو فيسونه او ورځنۍ پېسې ډېرې غواړي چې په دې اړه ورسره ژمنه هم شوې وه.

ويل کېږي چې له دوى سره کرکټ بورډ ژمنه کړې وه، چې د شپږيزې کرکټ ليګ په هره لوبه کې به هر يو لوبڅار ته ٦٠٠٠ افغانۍ او د ټلويزيون لوبڅار ته به ٥٠٠٠ افغانۍ ورکول کېږي، همدا راز ١٥٠٠ افغانۍ به ډېلي يا ورځنۍ پېسې هم ورکول کېږي.


کرکټ بورډ بيا په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

د يادولو وړ ده چې د غازي امان الله خان ليسټ اې سيالۍ راتلونکې مياشت په کندهار کې پيلېږي. دا سيالۍ چې د زونونو په کچه ترسره کېږي، د اکتوبر په ١٠مه نېټه به پيل شي او تر ٢٣مې نېټې پورې به دوام وکړي، چې ټولې سيالۍ به د کندهار کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د غازي امان خان ليسټ اې سياليو کې تېر کال (٢٠١٩) د مس عينک زون لوبډلې اتلولي خپله کړې وه، چې پايلوبه يې په کابل لوبغالي کې ترسره شوې وه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شاهد اپريدى

د شاهد اپريدي د واده ٢٠مه کليزه، له ښځې سره يې ګډ عکسونه خپاره کړل

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او تکړه الراونډر شاهد اپريدي له نن څخه …