کورپاڼه / خبرونه / د اسټراليا پخوانى کرکټر او مشهور کمنټېټر ډين جونز ومړ
ډين جونز

د اسټراليا پخوانى کرکټر او مشهور کمنټېټر ډين جونز ومړ

د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى، روزونکى او مشهور کمنټېټر ډين جونز د ٥٩ کلونو په عمر د هند په ممبۍ کې ومړ.

ډين جونز چې هند ته د اى پي ايل سياليو د کمنټرۍ لپاره تللى و، که څه هم اى پي ايل په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي، خو د ټلويوزيون لپاره په ممبۍ کې د اى پي ايل په لوبو کمنټري او تبصرې کولې.

هغه تېره شپه هم د اى پي ايل په لوبه کمنټري کړې وه، خو نن د زړه د حملې له امله مړ شوى دى.

ډين جونز د نړۍ له مشهورو کمنټيټرانو څخه و، چې يو کال د شپږيزې کرکټ ليګ لپاره کابل ته هم راغلى و او دلته يې د شپږيزې کرکټ ليګ په لوبو کې کمنټري کړې وه.

ډين جونز ښى لاسى توپوهونکى و چې د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلې لپاره يې په ټاپ ارډر کې توپوهنه ترسره کوله، هغه د اسټراليا لپاره ٥٢ ټېسټ او ١٦٤ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره کړې وې.

نوموړي په ١٩٨٤ کال کې په لومړي ځل د ويسټ انډيز پر وړاندې لومړۍ ټېسټ لوبه او په همدغه کال کې د پاکستان پر وړاندې لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره کړې وه.

په ټېسټ لوبو کې هغه د ٤٦.٥٥ په اوسط ٣٦٣١ منډې ترلاسه کړې وې، چې په يوه لوبه کې يې ٢١٦ زياتې منډې وې، هغه ١١ سليزې او ١٤ پنځوسيزې هم وهلې وې. په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې يې د ٤٤.٦١ په اوسط ٦٠٦٨ منډې ترلاسه کړې وې چې ١٤٥ يې په يوه لوبه کې زياتې منډې وې، هغه ٧ سليزې او ٤٦ پنځوسيزې وهلې وې.

نوموړي په وروستي ځل په ١٩٩٤ کال کې د اسټراليا لپاره د سويلي افريقا پر وړاندې يو ورځنۍ نړيواله لوبه ترسره کړې وه، چې له هغه وروسته يې بيا له نړيوال کرکټ څخه استعفا ورکړه او د روزونکي او همدا راز تر دې مهاله پورې يې د کمنټېټر په توګه دنده ترسره کوله.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شاهد اپريدى

د شاهد اپريدي د واده ٢٠مه کليزه، له ښځې سره يې ګډ عکسونه خپاره کړل

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او تکړه الراونډر شاهد اپريدي له نن څخه …