کورپاڼه / تجارتي ليګونه / اى پي ايل: پنجاب لوبډلې د بېنګلور لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه
پنجاب او بېنګلور

اى پي ايل: پنجاب لوبډلې د بېنګلور لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل په شپږمه لوبه کې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه او د ٩٧ منډو په توپير يې بريا خپله کړه.

د اى پي ايل دا لوبه چې په دوبۍ کې د کنګز اليون پنجاب او رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، په پيل کې د بېنګلور لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې د پنجاب لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د کنګز اليون پنجاب له لوري لوبډلمشر کى ايل راهول په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او د روان اى پي ايل لومړنى توپوهونکى شو چې سليزه يې ووهله، هغه د ٧ شپږيزو او ١٤ څلوريزو په مټ په ٦٩ توپونو ١٣٢ ناسوځېدلې منډې وکړې او دا ستر هدف يې وټاکه.

کى ايل راهول

له هغه پرته ماينک اګروال ٢٦، نيکولاس پوران ١٧ او کرون ناير ١٥ ناسوځېدلې منډې وکړې.

کنګز اليون پنجاب په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ٢٠٦ منډې وکړې، چې د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې ته يې د ٢٠٧ منډو هدف وټاکه.

د بېنګلور له لوري شيوام ډوبى ٢ او يوژيندرا چاهل ١ ويکټ واخيستې.

د ٢٠٧ منډو د هدف په تعقيب د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډله په توپوهنه کې په بشپړ توګه ناکامه شوه او ټوله لوبډله يې په ١٧ اورونو کې د ١٠٩ منډو په کولو وسوځېده، چې د ٩٧ منډو په ستر توپير يې په لوبه کې ماتې وخوړه.

د بېنګلور له لوري واشينګټن سندر تر ټولو زياتې ٣٠ منډې وکړې او اې بي ډيويليرز ٢٨ منډې ترلاسه کړې، ديو دت پاډيکال په ١، جوش پيليپ په صفر او ويراټ کوهلي په ١ منډه وسوځېدل، همدا راز ارون فنچ ٢٠ منډې ترلاسه کړې.

د بېنګلور ټوله لوبډله په دې ونه توانېدله چې يوازې د کى ايل راهول ترسره کړې منډې هم پوره کړې او تر هغه يې ٢٣ منډې کمې وکړې.

د کنګز اليون پنجاب له لوري روي بشنويي او اېم اشوين په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې ٣-٣ لوبغاړي يې وسوځول، دوه لوبغاړي شيلډون کوټريل وسوځول او ١ ويکټ ګلين ميکسويل واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه کى ايل راهول ترلاسه کړه، نوموړي نن ١٣٢ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې په اى پي ايل کې د يو هندي توپوهونکي له لوري تر ټولو زياتې منډې هم دي.

د يادولو وړ ده چې دا د کنګز اليون پنجاب او رايل چېلنجرز بېنګلور دويمه لوبه وه، چې پنجاب خپله لومړۍ لوبه بايللې وه او بېنګلور په خپله دويمه لوبه کې ماتې وخوړه.

د يادولو وړ ده چې د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکى مجيب الرحمان هم د کنګز اليون پنجاب لوبډلې سره لوبېږي، خو نن يې دويمه لوبه ده چې هغه ته په لوبه کې چانس نه دى ورکړل شوى.

سبا (د سپتمبر په ٢٥مه نېټه) به په ٧مه لوبه کې د چيناى سوپر کنګز او ډيلي کاپيټلز لوبډلې مېدان ته کوزې شي. دا لوبه چې په دوبۍ کې ترسره کېږي، د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې به پيل شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

ويراټ کوهلي او ديودت پاډيکال

رايل چېلنجرز بېنګلور په ډېرې اسانۍ سره د ٨ ويکټو په توپير د کلکتې لوبډلې ته ماتې ورکړه

د اى پي ايل په نننۍ لوبه کې د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې توپ اچونکو …