کورپاڼه / خبرونه / افغان لوبغاړو هم د ډين جونز په مړينه خپګان ښکاره کړى
راشد خان، محمد نبي او ډين جونز

افغان لوبغاړو هم د ډين جونز په مړينه خپګان ښکاره کړى

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځينو لوبغاړو هم د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي، روزونکي او د کرکټ د نړۍ غوره کمنټېټر ډين جونز په مړينه د خپګان څرګندونه کړې ده.

ډين جونز نن په هند کې د زړه د حملې له امله ساه ورکړه. هغه د اى پي ايل سياليو د کمنټرۍ لپاره هند ته تللى و او هلته يې په يو ټلويزيون کې د سياليو لپاره کمنټري کوله.

د ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان د ډين جونز په مړينه د خپګان څرګندونه کړې ده او په يو ټويټ کې يې د هغه له کورنۍ سره غمرازي کړې ده. همدا راز هغه دا هم ليکلي دي، چې ډين جونز به تر ډېره خلکو ته يادېږي.


د ملي لوبډلې تجربه کاره الراونډر د ډين جونز د شپږيزې کرکټ ليګ پر مهال اخيستل شوى عکس خپور کړى دى او د هغه په مړينه يې خپګان ښکاره کړى دى. نوموړي د ډين جونز د کورنۍ او دوستانو سره خپله غمرازي هم شريکه کړې ده.

هغه دا هم ليکلي دي، چې ډين جونز يو ښه ملګرى او د افغانستان کرکټ کلک ملاتړى و، هغه وايي چې د ډين جونز يادونه به تر ډېره پورې وي.


همدا راز د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې يو بل لوبغاړي شرف الدين اشرف هم د ډين جونز په اړه په خپل يو ټويټ کې خپګان ښکاره کړى دى او د هغه له کورنۍ سره يې غمرازي کړې ده.


له دې پرته د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي هم په خپل يو ټويټ کې د هغه په مړينه غمرازي کړې ده او ليکلي يې دي، چې د افغانستان کرکټ بورډ يو نږدې ملګرى له لاسه ورکړ.


د يادولو وړ ده چې ډين جونز ډېر مشهور کمنټېټر و، هغه په ٢٠١٧ کال کې کابل ته هم راغلى و او دلته يې په شپږيزه کرکټ ليګ کې کمټري کړې وه.

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د …