کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان ښځينه لوبغاړو په کابل لوبغالي کې تمرينات پيل کړل
ښځينه لوبغاړې

د افغانستان ښځينه لوبغاړو په کابل لوبغالي کې تمرينات پيل کړل

د افغانستان کرکټ بورډ ښځينه لوبغاړو په کابل کرکټ لوبغالي کې تمرينات پيل کړي دي او نن د ښځينه لوبډلو ترمنځ تمريناتي لوبې هم ترسره شوې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي په ټويټر کې د افغانستان د ښځينه لوبغاړو د تمريناتي لوبې يو عکس خپور کړى دى.

په کابل کرکټ لوبغالي کې ښځو په ازاده فضا کې تمرينات پيل کړي دي، چې د کرکټ بورډ عمومي رييس ورته د ښې راتلونکې هيله هم کړې ده.

فرهان يوسفزي په خپل ټويټر کې ليکلي دي، چې هڅه به کوي چې خپلو خويندو ته ښې اسانتياوې برابرې کړي، تر څو په راتلونکي کې د کرکټ نړيوالې شورا په سياليو کې برخه واخلي او د کرکټ ملالۍ شي.


د يادولو وړ ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله بشپړ غړيتوب لري، خو افغانستان لا هم د ښځو کرکټ لوبډله نه لري، چې په نړيواله کچه سيالۍ ترسره کړي.

فرهان يوسفزى چې شاوخوا يو کال مخکې د کرکټ بورډ عمومي رييس وټاکل شو، په خپلو لومړنيو مرکو کې يې دا خبره کړې وه، چې هغه به د ښځينه لوبډلې د جوړولو لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي، تر څو په ملي کچه د ښځو لوبډله جوړه کړي.

تېره ورځ عمومي رييس فرهان يوسفزي د کرکټ بورډ د مديرانو سره په ناسته کې هم ياده خبره کړې وه. هغه په خپلو خبرو کې ويلي و، چې د کرکټ نړيوالې شورا او اسيايي شورا د غوښتنو له مخې موږ بايد د نجونو يوه پياوړې لوبډله ولرو، چې اداره دغې برخې ته ځان ژمن بولي.

نوموړي ويلي و، چې د ښځينه کرکټ پرمختګ او پياوړتيا زموږ لپاره مهمه ده او بايد په دې برخه کې اداره ځانګړى کار وکړي.

د يادولو وړ ده چې تر دې مخکې د ښوونځيو په کچه د ښځينه لوبډلو ترمنځ ځينې سيالۍ هم ترسره شوي دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شاهد اپريدى

د شاهد اپريدي د واده ٢٠مه کليزه، له ښځې سره يې ګډ عکسونه خپاره کړل

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او تکړه الراونډر شاهد اپريدي له نن څخه …