کورپاڼه / تجارتي ليګونه / اى پي ايل: ويراټ کوهلي ١.٢ ميليونه روپۍ جريمه شو
ويراټ کوهلي

اى پي ايل: ويراټ کوهلي ١.٢ ميليونه روپۍ جريمه شو

د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي د کنګز اليون پنجاب لوبډلې پر وړاندې په لوبه کې د ورو اورونو يا slow over-rate له امله ١.٢ ميليونه هندي کلدارې جريمه شوى دى.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل کې په خپله لومړۍ لوبه کې د بريا ترلاسه کولو وروسته رايل چېلنجرز بېنګلور د کنګز اليون پنجاب لوبډلې څخه د ٩٧ منډو په توپير ستره ماتې وخوړه.

دغه لوبه چې پرون په دوبۍ کې ترسره شوه، د کنګز اليون پنجاب لوبډلې لوبډلمشر کى ايل راهول په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او ١٣٢ منډې يې وکړې، همدا راز پنجاب ٢٠٦ منډې وکړې او په ځواب کې يې د بېنګلور ټوله لوبډله په ١٠٩ منډو وسوځېده.

خو په دغه لوبه کې د اورونو په ورو ترسره کولو سره ويراټ کوهلي د اى سي سي قانون مات کړى دى او له دې امله هغه ١.٢ ميليونه هندي کلدارې جريمه شوى دى.

په لوبه کې تر ماتې خوړلو وروسته ويراټ کوهلي وويل، چې نن موږ ښه لوبه ونه کړه او د راهول د اوټ کېدو څو چانسونه مو هم له لاسه ورکړل، چې هغه په وروستيو کې له ٣٥ تر ٤٠ منډو پورې زياتې ترلاسه کړې. که چېرته موږ دوى په ١٨٠ شاوخوا منډو سوځولي واى، نو موږ خپل پلان د همدومره هدف پوره کولو لپاره جوړ کړى و.

ويراټ کوهلي همدا راز وويل، چې په لوبه کې د راهول کېچونه نه نيول زموږ لپاره د لوبې له لاسه ورکول و، موږ پوهېږو چې دا هر څه د کرکټ په مېدان کې ترسره کېږي او بايد موږ يې ومنو.

په دغه لوبه کې د بېنګلور مهم توپوهونکي اې بي ډيويليرز، ارون فنچ، ويراټ کوهلي او نور ونه ځلېدل او ژر ژر اوټ شو.

د يادولو وړ ده چې نن به د اى پي ايل په ٧مه لوبه کې د چيناى سوپر کنګز او ډيلي کاپيټلز لوبډلې مېدان ته کوزې شي. دا لوبه چې په دوبۍ کې ترسره کېږي، د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې به پيل شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

محمد نبي

ايا محمد نبي به راتلونکې لوبه کې ولوبېږي؟

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل کې محمد نبي د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې …