کورپاڼه / روغتيا / د توبرکلوز ناروغي؛ لاملونه، نښې، تشخيص، مخنيوى او درملنه
توبرکلوز

د توبرکلوز ناروغي؛ لاملونه، نښې، تشخيص، مخنيوى او درملنه

توبرکلوز هغه انتاني ناروغي ده کوم چې د مايکوبکټيورم انتان په واسطه رامنځته کیږي او زمونږ سږي په نښه کوي، که څه هم د بدن نور غړي هم د تاسير لاندې نيسي.

لاملونه

د دغه انتان اخته کېدو لامل د مايکوبکټيریم توبرکلوزيس انتان دی.

کله چې سالم یا روغ اشخاص د توبرکلوز لرونکي شخص سره په تماس راشي

لکه ستړي مه شي، ټوخى او پرنجى، له ياد کس سره يو ځاى خوراک يا د هغه په اطاق کې اوسېدل او له نږدې څخه ورسره ناسته ولاړه ولري.

اعراض او علايم

شايد لومړیو کې د توبرکلوز لرونکې ناروغان هغه شدید اعراض علايم ورنکړي خو د يو څه وخت په تېریدو سره دغه ناروغان لاندې اعراض او علایم لري.

په مزمن ډول ټوخى

په ټوخي کې وينه راتلل

تبه

اشتها له منځه تلل

د بدن کمزوري کېدل

البته اعراض او علایم هغه اشخاص چې دفاعي سيستم يې کمزورى وي تغذیه یې سمه نه وي اعراض او علایم پکې شدید کیږي.

د شپې لخوا د بدن خوله کېدل

وزن بایلل يا وزن کمېدل

کوم اشخاص په توبرکلوز اخته کیږي؟

هغه اشخاص چې دفاعي سيستم یې ډير کمزوری وي

هغه اشخاص چې ليبارټرۍ کې کار کوي

هغه اشخاص چې توبرکلوز وارډ کې کار کوي

هغه اشخاص چې په توبرکلوز اخته وي او له هغې سره نږدې اړیکه ولري

هغه کسان چې تغذیه یې خرابه وي توبرکلوز انتان پکې په تیزۍ سره پرمختګ کوي

هغه اشخاص چې سيګرټ، الکول او داسې نور استعمالوي، په داسې اشخاصو کې توبرکلوز د ژوند لپاره ورته ستر خطر لرونکي انتان دي او ان ډېر کله د درملو پر وړاندې مقاومت رامنځته کوي.

توبرکلوز انتان د شکر لرونکو ناروغانو لپاره ستر خطر دى

هغه اشخاص چې د دفاعي سيستم کمزوري کېدو درمل خوري لکه کورټيکوسټيرايډ هم خطر لري.

تشخيص

لابراتواري معاينات

فيزیکي معاينه

اعراض علایم

تاریخچه

د ناروغ شخص د وینې له بلغمو له انساجو څخه تشخیص کیږي

مخنيوى

د ناروغۍ لرونکو اشخاصو څخه ځان ساتل

واکسین کول

شخصي حفظ الصحه مراعت کول

درملنه

لومړی پرته له درملو ښه تغذیه، تازه میوه او سبزيجات وکاروئ.

درمل

د میکروب ضد درمل

د توبرکلوز ضد درمل

ليکوال : ډاکټر طارق حبيب

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

ورزش ١

سهار وختي په نهاره ورزش کول خطرناک کار دى

ډېرى خلک سهار وختي په نهاره باندې ورزش کوي، بلکې دا يې يو عادت ګرځولى …