د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى، روزونکى او د کرکټ د نړۍ يو غوره کمنټېټر ډين جونز تېره ورځ د هند په ممبۍ کې ومړ، چې د کرکټ نړۍ يې له ژور خپګان سره مخ کړه.
ډين جونز چې په ٢٠١٧ کال کې افغانستان ته هم راغلى و او په کابل کې يې د شپږيزې کرکټ ليګ کمنټري کوله، له افغان کرکټ سره هم ځانګړې مينه درلوده.
هغه نه يوازې دا چې د شپږيزې کرکټ ليګ تر وروستيو لوبو پورې په کابل کې پاتې شو، بلکې له افغان لوبغاړو سره يې ليدل هم کېدل او د افغانستان د کرکټ په تړاو يې ډېر ښه نظر درلود.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي دولت ځدراڼ په خپل ټويټر کې له ډين جونز سره يوه پخوانۍ ويډيو خپره کړې ده، چې ډېره يادګاري ويډيو ده.
دولت ځدراڼ د دې ويډيو سره په کېپشن کې ليکلي دي، چې ډين جونز نور له موږ سره نشته، د هغه يادونه به تل له موږ سره وي.
#Dean #jones are no longer with us,
their memories will always be with us.🤲 pic.twitter.com/DQeo1O32G1— Dawlat Zadran (@DawlatZadranDK) September 25, 2020
په دې ويډيو کې د ډين جونز او دولت ځدراڼ پرته، محمد نبي، راشد خان، اصغر افغان، يمين احمدزى، ظاهر خان، نجيب الله ځدراڼ او جاوېد احمدي هم ليدل کېږي.
خو دولت ځدراڼ له دې ويډيو سره دا نه دي ليکلي، چې دا ويډيو په کوم ځاى کې اخيستل شوې ده، په ويډيو کې محمد نبي او راشد خان هم ښکاري چې موبايلونه يې په لاس کې دي او عکسونه اخلي.
د يادولو وړ ده چې ډين جونز د کرکټ يو ټلويزيون لپاره د اى پي ايل په لوبو د کمنټرۍ او تبصرې لپاره د هند ممبۍ ته تللى و، چې په ممبۍ کې د زړه د حملې له امله ومړ.
د هغه په مړينه د نورو لوبغاړو تر څنګ افغان لوبغاړي هم خپه و، چې محمد نبي، راشد خان، شرف الدين اشرف او نورو لوبغاړو يې په اړه ټويټونه کړي و.