کورپاڼه / تجارتي ليګونه / اى پي ايل: ډيلي د ٤٤ منډو په توپير چيناى ته ماتې ورکړه او جدول کې تر ټولو مخکې شوه

اى پي ايل: ډيلي د ٤٤ منډو په توپير چيناى ته ماتې ورکړه او جدول کې تر ټولو مخکې شوه

ډيلي کاپيټلز په يوه زبردسته لوبه کې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې ته د ٤٤ منډو په ستر توپير ماتې ورکړه او په اى پي ايل کې يې دويمه بريا هم خپله کړه.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل په اومه لوبه کې د چيناى سوپر کنګز او ډيلي کاپيټلز لوبډلې مخامخ شوې. په پيل کې د لوبې پچه چيناى وګټله او لومړى يې توپ اچونه غوره کړه.

مهيندرا سينګ دهوني

د ډيلي کاپيټلز له لوري پريتوي شاو په زړه پورې توپوهنه ترسره او په ٤٣ توپونو يې ٦٤ منډې ترلاسه کړې، همدا راز شيکر دهون ٣٥، ريشاب پانټ ٣٧ ناسوځېدلې او لوبډلمشر شرياس اير ٢٦ منډې ترلاسه کړې.

ډيلي په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٥ منډې وکړې، چې چيناى تهي ې د ١٧٦ منډو هدف وټاکه.

پريتوي شاو

چيناى سوپر کنګز له لوري پيوش چاوله ښه توپ اچونه ترسره کړه او ٢ ويکټې يې ترلاسه کړې، همدا راز سام کران هم ١ ويکټ واخيسته.

د ١٧٦ منډو د هدف په تعقيب مرالي ويجى او شين واټسن توپوهنې ته راووتل، خو شين واټسن ١٤ منډې کړې وې چې د اکشر پټېل ښکار شو او ويجى ١٠ منډې کړې وې چې د نورجه د توپ ښکار شو.

که څه هم پاپ ډوپليسي هڅه وکړه او تر ټولو زياتې ٤٣ منډې يې ترلاسه کړې، خو نورو توپوهونکو ښه توپوهنه ترسره نه کړه. کيدار جادو بيا ٢٦ او مهيندرا سينګ دهوني ١٥ منډې وکړې.

فاف ډوپليسي بيا په اى پي ايل کې د ٢٠٠٠ منډو هدف هم پوره کړ او شين واټسن چې کله له راهيسې د چيناى لوبډلې سره لوبېږي، د يادې لوبډلې لپاره يې د ١٠٠٠ منډو هدف پوره کړ.

ډيلي کاپيټلز ١

چيناى سوپر کنګز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٣١ منډې وکړې، چې د ٤٤ منډو په ستر توپير يې په روان اى پي ايل کې دويمه ماتې هم وخوړه.

د ډيلي کاپيټلز له لوري کاګيسو رباډا په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او ٣ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز انريچ نورجه ٢ او اکشر پټېل ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه پريتوي شاو ترلاسه کړه، چې د ٦٤ منډو په زړه پورې توپوهنه ترسره کړې وه.

پريتوي شاو

ډيلي کاپيټلز په خپله دويمه لوبه کې هم بريا خپله کړه او د ٤ نومرو سره په جدول کې تر ټولو مخکښه لوبډله شوه. همدا راز د چيناى سوپر کنګز لوبډلې بيا دريمه لوبه وه چې له دويمې ماتې سره مخ شوه.

سبا د سپتمبر په ٢٦مه نېټه به د اى پي ايل په اتمه لوبه کې د کلکته نايټ رايډرز او سنرايزرز حېدراباد لوبډلې مېدان ته کوزې شي. ياده لوبه چې په ابوظهبي کې ترسره کېږي، د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې به پيل شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

ويراټ کوهلي او ديودت پاډيکال

رايل چېلنجرز بېنګلور په ډېرې اسانۍ سره د ٨ ويکټو په توپير د کلکتې لوبډلې ته ماتې ورکړه

د اى پي ايل په نننۍ لوبه کې د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې توپ اچونکو …