کورپاڼه / د لوبو راپورونه / هند په ستر توپير د سويلي افريقا لوبډله ماته کړه
روهيت شرما او ماينک اګروال

هند په ستر توپير د سويلي افريقا لوبډله ماته کړه

خپلواک وېبپاڼه (۶ اکتوبر ۲۰۱۹): د هند او سويلي افريقا ترمنځ په لومړۍ ټېسټ لوبه کې چې په هند کې ترسره شوه، هند د ۲۰۳ منډو په ستر توپير د سويلي افريقا لوبډله ماته کړه او له دې سره يې د کرکټ نړيوالې شورا د ټېسټ چيمپينشپ په لړ کې لومړي مقام ته ځان ورساوه.

د لوبې په پيل کې پچه د هند لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

په لومړۍ پاڼۍ کې ماينک اګروال او روهيت شرما د پيل توپوهنې ته راووتل او دواړو ۳۱۷ منډې ملګرتيا وکړه، چې دا د هندي لوبغاړو له لوري تر ټولو ستره ملګرتيا ده او همدا راز د پيل توپوهونکو له لوري هم ستره ملګرتيا ده.

هند په لومړۍ پاڼۍ کې ۵۰۲ منډې وکړې چې ۷ لوبغاړي يې سوځېدلي و او خپله پاڼۍ يې ختمه کړه. د دوی له لوري ماينک اګروال ۲۱۵، روهيت شرما ۱۷۶ او رويندرا جډيجا ۳۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د سويلي افريقا له لوري کيشو مهاراج ۳ لوبغاړي وسوځول.

سويلي افريقا په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۴۳۱ منډې وکړې، چې له ډلې يې ډين ايلګر ۱۶۰، کوانټين ډي کوک ۱۱۱ او فيف ډي پليسس ۵۵ منډې وکړې.نړيوال ټېسټ چيمپينشپ

روي چندرن اشوين بيا د هند لپاره ډېر خطرناک بالنګ ترسره کړه او د سويلي افريقا ۷ لوبغاړي يې وسوځول. همدا راز ۲ رويندرا جډيجا او ايشانت شرما ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

هند په خپله دويمه پاڼۍ کې ۳۲۳ منډې وکړې او ۴ لوبغاړي يې سوځېدلي و چې خپله پاڼۍ يې ختمه کړه. د دوی له لوري روهيت شرما ۱۲۷، چيتيشور پوجارا ۸۱ او رويندرا جډيجا ۴۰ منډې وکړې.

د سويلي افريقا له لوري کيشو مهاراج ۲ لوبغاړي وسوځول، راباډا او پيلاندر ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.

هند د سويلي افريقا لوبډلې ته د ۳۹۵ منډو هدف وټاکه او په ځواب کې يې د سويلي افريقا ټوله لوبډله په ۱۹۱ منډو وسوځوله چې د ۲۰۳ منډو په ستر توپير يې بريا خپله کړه.

د هند له لوري محمد شامي ۵ او رويندرا جډيجا بيا ۴ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه روهيت شرما ترلاسه کړه او له دې سره د ايي سي سي نړيوال ټېسټ چيمپينشپ په برخه کې په درې سياليو کې درې سيالۍ وګټلې او د ۱۶۰ نومرو ترلاسه کولو سره په لومړي کتار کې ځای لري.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

امو لوبډلې د لېسټ اې لوبو پای لوبې ته لار پیداکړه

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان جام لېسټ اې سیالیو په لسمه …