کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / اى پي ايل اتمه لوبه: کلکته د حېدراباد پر وړاندې مېدان ته کوزېږي
کلکته نايټ رايډرز او سنرايزرز حېدراباد

اى پي ايل اتمه لوبه: کلکته د حېدراباد پر وړاندې مېدان ته کوزېږي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٨م لوبه نن د کلکته نايټ رايډرز او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. دا لوبه په ابوظهبۍ کې ترسره کېږي چې د افغانستان په وخت به ٦:٣٠ بجې پيل شي.

دواړو لوبډلو تر دې مخکې يوه يوه لوبه ترسره کړې او له ماتې سره مخ شوې دي، چې د جدول په پاى کې دي او دا د دواړو لوبډلو دويمه لوبه ده.

سنرايزرز حېدراباد له رايل چېلنجر بېنګلور سره په لوبه کې مخ شوې وه، چې بېنګلور د ١٠ منډو په توپير بريا خپله کړې او کلکته نايټ رايډرز بيا د ممبۍ انډينز سره مخ شوې وه، چې ممبۍ د ٤٩ منډو په ستر توپير ماتې ورکړې وه.

ښايي په نننۍ لوبه کې دواړه لوبډله په ١١ کسيزه نوملړ کې بدلون هم وکړي.

بل لوري ته مچل مارش د اى پي ايل څخه بهر شوى دى او د هغه پر ځاى جېسن هولډر متحده عربي اماراتو ته روان دى، تر څو د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې سره يو ځاى شي.

د کېن ويليمسن په تړاو هم دا خبره کنفرم نه ده چې هغه به په نننۍ لوبه کې ولوبېږي او که نه، همدا راز نن د محمد نبي د لوبېدو چانس هم ډېر شته، ځکه هغه نه يوازې په توپ اچونه کې بريالى ثابتېداى شي، بلکې په مډل ارډر کې ښه توپوهنه هم ترسره کولاى شي.

د کلکته نايټ رايډرز کوم لوبغاړى بيا ټپي نه دى او ټول لوبغاړي يې د لوبې لپاره اماده دي، خو ښايي د تېرې لوبې له ماتې وروسته دوى هم په لوبډله کې يو څه بدلون راولي.

احتمالي ١١ کسيز نوملړ:

کلکته نايټ رايډرز: سنيل ناراين، شوبمن ګيل، دينيش کارتک (لوبډلمشر او ويکټ ساتونکى)، نيتيش رانا، ايون مورګن، انډري رسل، نيکيل نايک يا راهول تريپاټي، پاټ کومنز، کلديپ يادو، شيوام موي او سنديپ وارير.

سنرايزرز حېدراباد: جوني بيريسټو (ويکټ ساتونکى)، ډيويډ وارنر (لوبډلمشر)، منيش پانډى، پريام ګرګ، کين ويليمسن يا محمد نبي، ويجى شنکر، ابيشيک شرما، راشد خان، بوينشور کمار، سنديپ شرما او ناټاراجن يا خليل احمد.

که د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستيو ٥ لوبو ته پام وکړو، نو په ٣ لوب کې سنرايزرز حېدراباد او په ٢ لوبو کې کلکته نايټ رايډرز بريا خپله کړې ده.

د تېر ٢٠١٩ اى پي ايل سياليو کې دواړه لوبډلې دوه ځلې مخ شوې دي، چې په لومړۍ لوبه کې کلکتې بريا خپله کړې وه او په دويمه يا د دواړو ترمنځ په وروستۍ لوبه کې بيا حېدراباد بريالۍ شوې وه.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان د لاهور قلندرز لوبډلې ته لومړۍ بریا ورپه برخه کړه

راشد خان په پاکستان سوپر لیګ کې په خپله لومړۍ لوبه کې د ښې توپ …