د اسټراليا ښځينه لوبډلې له لوري په زړه پورې توپ اچونه ترسره شوه، چې د نيوزيلېنډ ښځينه لوبډلې ١٢١ منډې وکړې او د ١٧ منډو په توپير يې د اسټراليا ښځينه لوبډلې څخه لوبه کې ماتې وخوړه.
د اسټراليا او نيوزيلېنډ د ښځينه لوبډلو ترمنځ د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لومړۍ لوبه نن په بريسبين کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې پچه د نيوزيلېنډ ښځينه لوبډلې وګټله او لومړى يې د اسټراليا ښځينه لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
د اسټراليا د پيل توپوهونکې اليسا هيلي او بيت موني ونه ځلېدې او ژر وسوځېده، چې لومړۍ يې ٦ او دويمې يوازې ٢ منډې ترلاسه کړې، خو تر هغه وروسته بيا ورپسې توپوهونکو يو څه ښه توپوهنه ترسره کړه.
تر ټولو ښه توپوهنه بيا اشليغ ګارډنر ترسره کړه، چې د ٣ شپږيزو او ٦ څلوريزو په مټ يې په ٤١ توپونو ٦١ منډې ترلاسه کړې. لوبډلمشرې ميګ لانينګ بيا ٢٤ او ريچل هاينس ٢٣ منډې ترلاسه کړې.
د اسټراليا ښځينه لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٨ منډې وکړې، چې د نيوزيلېنډ ښځينه لوبډلې ته يې د ١٣٩ منډو هدف وټاکه.
د نيوزيلېنډ ښځينه لوبډلې له لوري سوفي ډيواين تر ټولو ښه توپ اچونه ترسره کړې، هغې په ٤ اورونو کې د ١٨ منډو په ورکولو سره ٣ لوبغاړې وسوځولې. همدا راز لي تاهوهو، روسي مېري ماير او سوزي بيټس ١-١ ويکټ واخيستې.
د ١٣٩ منډو هدف په تعقيب د نيوزيلېنډ ښځينه لوبډله په توپوهنه کې ناکامه شوه او په ټاکلو ٢٠ اورونو کې يې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٢١ منډې وکړې، چې د ١٧ منډو په توپير يې د اسټراليا څخه ماتې وخوړه.
د دوى له لوري سوزي بيټس تر ټولو زياتې ٣٣ منډې ترلاسه کړې، سوفي ډيواين ٢٩ او کېټي مارټين بيا ٢١ منډې وکړې.
د اسټراليا ښځينه لوبډلې له لوري ميګن شاټ په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې په ٤ اورونو کې يې د ٢٣ منډو په بدل کې ٤ لوبغاړي وسوځول. همدا راز ديليسا کيمينس ٢ او جيس جوناسين ١ ويکټ واخيسته.
د لوبې د غوره لوبغاړې جايزه اشليغ ګارډنر ته ورکړل شوه، چې نن يې ښه توپوهنه ترسره کړې وه.
د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو په لړۍ کې د اسټراليا ښځينه لوبډلې د ١-٠ سره مخکې شوه. د دواړو لوبډلو ترمنځ به د دې لوبلړۍ دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه د سپتمبر په ٢٧مه نېټه په بريسبين کې ترسره شي.