کورپاڼه / تجارتي ليګونه / انوشکا شرما سنيل ګواسکر ته غوسه؛ تر څو به مانه غلي نه کېنئ؟
انوشکا شرما، ويراټ کوهلي او سنيل ګواسکر

انوشکا شرما سنيل ګواسکر ته غوسه؛ تر څو به مانه غلي نه کېنئ؟

د پنجشنبې په ورځ د کنګز اليون پنجاب او رايل چېلنجرز بېنګلور ترمنځ په لوبه کې پنجاب د بېنګلور لوبډلې ته د ٩٧ منډو په ستر توپير ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې نه يوازې دا چې ويراټ کوهلي ښه ډګر ساتنه ونه کړه، بلکې توپوهنه کې هم ناکامه شو، هغه د لوکيش راهول ٢ کېچونه هم ډراپ کړل او همدا وه چې لوکېش راهول چټکه توپوهنه ترسره کړه.

په لوبه کې تر سترې ماتې وروسته په ويراټ کوهلي سختې نيوکې وشوې. په دې لړ کې د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر سنيل ګواسکر د ويراټ کوهلي په فيټنس او تمريناتو خبرې کولې، چې هغه په دې برخه کې وويل، ويراټ کوهلي په ګرځبندېز کې يوازې د انوشکا شرما د توپونو پر وړاندې تمرينات کړي دي او دا تمرينات به هغه ته په اى پي ايل کې ګټه ونه رسوي، هغه ته پکار ده چې نوره خواري وکړي.

د سنيل ګواسکر د دې تبصرې نه وروسته د ويراټ کوهلي مېرمن انوشکا شرما هغه ته په غوسه ده او په انسټاګرام يې ليکلي دي، چې ولې د هغې د خاوند خرابه لوبه په هغې پورې تړل کېږي او هغه د کرکټ په برخه کې تر نيوکو لاندې راځي.

انوشکا شرما په انسټاګرام کې سنيل ګواسکر ته ليکلي دي، چې ته د کرکټ په برخه کې يو دېر محترم انسان يې او تاته نه وه پکار چې داسې تبصره وکړې. هغه ليکلي دي، تر څو پورې به زما نوم د ويراټ کوهلي په کارکردګۍ پورې تړل کېږي، تاسې ولې نه پوهېږئ چې زه په دې برخه کې هېڅ مسووليت نه لرم.

د يادولو وړ ده چې د هندي فلمونو مشهوره هنرمنده انوشکا شرما د ويراټ کوهلي مېرمن ده. دواړو د ګرځبندېز پر مهال ډېر وخت يو ځاى تېر کړى دى او د اى پي ايل له پيلېدو مخکې ويراټ کوهلي په يو ټويټ کې ويلي و، چې مېرمن يې حامله ده او راتلونکي کال کې به دوى له ٢ څخه ٣ شي.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستان سوپر ليګ

پاکستان سوپر ليګ: دوه نور بهرني لوبغاړي هم په کورونا اخته شو

د پاکستان سوپر ليګ (پي ايس ايل) شپږم پړاو کې د فواد احمد نه وروسته …